34 نو ما ته ستا په شريعت باندې پوهه راکړه نو زۀ به بيا پرې عمل کوم او په خپل ټول زړۀ سره به پرې عمل کوم.
او مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې پوهه او حِکمت درکړى نو تۀ به د هغۀ د قانون په مطابق په بنى اِسرائيلو باندې حکومت وکړې.
او هغۀ بنيادمو ته وفرمائيل، چې د مالِک خُدائ نه يره کښې حِکمت دے، او بدعملى پرېښودل عقلمندى ده.“
د مالِک خُدائ نه يره کول د حکمت شروع ده، هر هغه څوک چې د هغۀ قانون منى هغه هوښيار دے، د تل دپاره به د هغۀ ثناء صِفت وى.
زۀ په پوره زړۀ سره ستا لټون کوم، ما مۀ پرېږده چې ستا د حُکمونو نه بېلارې شم.
زۀ د مشرانو نه ډېره زياته هوښيارتيا لرمه ځکه چې زۀ ستا په شريعت عمل کومه
ما عقل ستا د تعليماتو نه زده کړو نو په دې وجه د غلطو لارو نه نفرت کومه
زۀ ستا خِدمتګار يم ما له پوهه راکړه چې زۀ ستا په قانون باندې پوهه شمه
ستا د کلام تعليم نُور ورکوى او جاهلانو خلقو ته پوهه ورکوى
ستا اصُول تر ابده صحيح دى ما له پوهه راکړه چې زۀ ژوندے پاتې شمه
زما سوال زارى دې تا ته درورسيږى اے مالِکه خُدايه د خپل کلام په مطابق دې ما له پوهه راکړه
بختور دى هغوئ څوک چې د هغۀ قانون ساتى او په خپل ټول زړۀ سره د هغۀ لټون کوى.
ما ستا د رضا په خپل ټول زړۀ سره لټون کړے دے. د خپلې وعدې په مطابق په ما مهربانه اوسه.
ما ته ښۀ عقل او پوهه راوښايه، ځکه چې زۀ ستا په حُکمونو باور کوم.
کۀ څۀ هم چې مغرورانو په ما پورې دروغ تړلى دى، زۀ د خپل ټول زړۀ سره ستا اصُول ساتم.
تا زۀ په خپلو لاسونو جوړ او تيار کړمه نو ما له پوهه راکړه چې ستا حُکمونه زده کړمه
زۀ خو خاموش ولاړ وم، او هيڅ خبره مې هم نۀ کوله، په دې باندې زما پرېشانى نوره هم زياتېدله.
نو کۀ څوک ورنه د شريعت يوه ذره شان هم مات کړى او نورو خلقو ته د داسې کولو تعليم ورکړى نو د آسمان په بادشاهۍ کښې به د دوئ ځائ د ټولو نه لاندې وى. خو هغه څوک چې په شريعت عمل وکړى او نورو ته يې تعليم هم ورکوى، هغه به د آسمان په بادشاهۍ کښې لوئى بيامومى.
هر هغه څوک چې زما دا خبرې اورى او عمل پرې کوى، هغه به د هغه هوښيار کس په شان وګڼلے شى چا چې خپل کور د يو سخت ګټ دپاسه آباد کړے وى.
هر څوک چې غواړى چې د خُدائ پاک رضا پوره کړى، هغه به په دې پوهه شى چې زما تعليم د خُدائ د طرفه دے، يا کۀ زۀ د خپل ځان نه تعليم ورکوم.
په وفادارۍ سره په دې عمل کوئ، نو د نورو قومونو خلقو ته به پته ولګى چې تاسو څومره هوښيار خلق يئ. کله چې هغوئ د دې ټول قانون نه خبر شى، نو هغوئ به ووائى، دا عظيم قوم څومره حِکمت او پوهه لرى.
خو کوم سړے چې هغه کامِل شريعت ته په غور سره ګورى چې خلاصون ورکوى او په هغې عمل کوى او څۀ چې هغه واورى هغه هېر نۀ کړى نو په هغې باندې په عمل کولو به هغه برکت حاصل کړى.
خو کۀ په تاسو کښې په چا کښې د حِکمت کمے وى نو هغه دې د خُدائ پاک نه وغواړى څوک چې بېخفګانه ټولو له په سخاوت سره ورکوى او تاسو له به يې هم درکړى.
اے وروڼو او خوېندو، د يو بل خلاف خبرې مۀ کوئ. څوک چې د خپل ورور خلاف خبرې کوى يا په بل چا اِلزام لګوى، هغه د شريعت بد وائى او په شريعت اِلزام لګوى، خو کۀ تۀ په شريعت اِلزام لګوې نو تۀ په شريعت عمل کوونکے نه، بلکې په هغې قاضى يې.