3 دوئ بېاِنصافه کارونه نۀ کوى، او دوئ د هغۀ په نقش قدم ځى.
کۀ هغوئ ورته توجو ورکړى او د هغۀ خِدمت وکړى، نو هغوئ به په مالدارۍ کښې خپلې ورځې پوره کړى، او په خوشحالۍ کښې به خپل کالونه پوره کړى.
خو ما هغوئ له دا حُکم ورکړو، چې زما تابعدارى کوئ، نو زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم او تاسو به زما خلق يئ. او د کومو لارو چې زۀ درته د تلو حکم کوم په هغې تلل کوئ. نو په دې کښې به ستا خير وى.
هغه خپل لاس په بدو کارونو نۀ پليتوى او سود نۀ اخلى او په ګټه پېسې نۀ ورکوى، هغه زما په شريعت عمل کوى او زما د تعليماتو پيروى کوى. داسې سړے به د خپل پلار د ګناه په وجه مړ نۀ شى، يقيناً به هغه ژوندے پاتې شى.
خو څوک چې د خُدائ پاک روحانى بچى دى هغوئ قصداً ګناه نۀ کوى ځکه چې په هغۀ کښې د خُدائ پاک ذات قائم وى، نو هغه ګناه نۀ کوى ځکه چې هغه د خُدائ پاک بچے دے.
مونږ ته پته ده چې څوک چې د خُدائ روحانى بچى دى هغوئ په ګناه کښې نۀ اوسيږى، خو هغه څوک چې د خُدائ پاک روحانى بچى دى هغه په خپله د هغوئ حفاظت کوى او اِبليس هغوئ ته ورنزدې کېدے نۀ شى.