172 زما ژبه دې ستا د کلام سندرې ووائى ځکه چې ستا ټول حُکمونه صادق دى
او ځکه زۀ ستا ټول تعليمات صحيح ګڼمه او زۀ د هر يوې خطا لارې نه نفرت کومه
زۀ په خپله خولۀ د هغوئ بيان کوم هغه ټول قوانين کوم چې ستا د خولې نه صادر شوى دى.
کوم شريعت چې تا مقرر کړے دے هغه د صداقت نه ډک دے او هغه بلکل باورى دے
ستا صداقت ابدى دے او ستا قانون رښتونے دے
زۀ به ستا شريعت بادشاهانو ته بيان کړم زۀ به د چا نه هم نۀ شرمېږم.
ستا ټول حُکمونه باورى دى زما مدد وکړه ځکه چې بېوجه ما خلق زوروى
نېکان خلق خبرې د حکمت کړى، او د هغوئ ژبه د اِنصاف خبرې کړى.
مونږ به دا د هغوئ د اولاد نه نۀ پټوُو، مونږ به دا راتلونکى نسل ته ووايو، د مالِک خُدائ د جلالى کارونو او طاقت او معجزو بيان به وکړُو.
نو شريعت پاک دے او حُکمونه يې هم پاک دى او صادق او ښۀ دى.
ځکه چې مونږ پوهيږو چې شريعت روحانى دے خو زۀ غېر روحانى يم او په ګناه لکه د غلام خرڅ شوے يم.
خرابه او پوچه خولۀ مۀ استعمالوئ. کومه خبره چې کوئ چې هغه نېکه او چې د نورو دپاره مدد کوونکى وى، نو څوک چې ستاسو خبرې واورى چې د هغوئ د جوړولو دپاره د ډاډ او برکت باعث وى.
خپلو بچو ته دا بيا بيا وريادوئ. کۀ په کور کښې ناست يئ يا په لاره روان يئ، چې څملئ يا پاڅئ، نو د دې په حقله د هغوئ سره خبرې کوئ.
ستاسو کلام دې همېشه د فضل نه ډک او خوندور وى چې تاسو هر چا ته مناسب جواب ورکولے شئ.