162 زۀ ستا په وعدو کښې خوشحالى کومه لکه څوک چې پېدا کړى لويه خزانه
ستا حُکمونه مې د تل دپاره ميراث دے دا زما د زړۀ خوشحالى ده
زۀ ستا په اصُول منلو خوشحاله يم لکه څنګه چې يو سړے په ډېر مال دولت خوشحاله وى.
ستا د خولې خبره زما دپاره ډېر اهميت لرى په زرګونو د سپينو او سرو زرو سيکو نه.
د انسان دپاره دا بهتره ده چې عاجز خويه وى او د مظلومانو سره ناسته پاسته کوى، د دې په ځائ چې د مغرورانو په غنيمتونو کښې شريک شى.
تا د هغوئ قوم لوئ کړے دے او لويه خوشحالى دې ورکړې ده. تا چې څۀ کړى دى نو په هغې باندې هغوئ خوشحالى کوى، هغوئ دومره خوشحالى کوى لکه چې خلق يې د فصل د رېبلو په وخت کوى، او يا چې کله مالِ غنيمت تقسيميږى.
اے مالِکه، ربُ الافواجه خُدايه، هرکله به چې ستا کلام په ما نازل شو، نو هغه ما وخوړلو، هغۀ ما ته او زما زړۀ ته خوشحالى راکړه، ځکه چې ما پورې ستا نوم تړلے شوے دے.
نو داؤد يې ورله بوتلو. هغه فوجيان په هر ځائ کښې خوارۀ وارۀ وُو، خوراک څښاک يې کولو او د بېشمېره مالِ غنيمت خوشحالى يې کوله، چې هغوئ د فلستيانو او يهوداه په مُلک کښې نيولے وو.