16 زۀ ستا په اصُولو خوشحالېږم، او ستا کلام به زۀ نۀ هېروم.
خو په قانون د مالِک خُدائ چې خوشحاليږى، شپه او ورځ چې د هغۀ په شريعت غور کوى.
کۀ څۀ هم چې هر وخت خپل ژوند په خطره کښې اچومه خو زۀ به ستا شريعت نۀ هېرومه
ستا کلام مې خپل زړۀ کښې ساتلے دے نو چې زۀ ستا خلاف ګناه ونۀ کړم.
زۀ ستا په اصُول منلو خوشحاله يم لکه څنګه چې يو سړے په ډېر مال دولت خوشحاله وى.
کۀ څۀ هم چې زۀ ورکوټے او حقير يمه خو زۀ ستا تعليمات نۀ هېرومه
غم او تکليف ما باندې راغلے دے خو ستا په حُکمونو کښې زما خوشحالى ده
زما مصيبت ته وګوره او ما بچ کړه ځکه چې ما ستا قانون هېر کړے نۀ دے
ستا د خلاصون زۀ ارمانى يمه اے مالِکه خُدايه او زۀ ستا په شريعت کښې خوشحاله يمه
زۀ د ورکې شوې ګډې په شان بېلارې شوے يمه خپل خِدمت کوونکے دې ولټوه ځکه چې ما هېر کړى نۀ دى ستا حُکمونه.
ستا اصُول زما خوشحالى ده، او زما دپاره ښۀ نصيحت دے.
ما د خپلو حُکمونو په لارو باندې روان کړه، او چې زۀ په کښې خپله خوشحالى پېدا کړم.
ستا په حُکمونو کښې زما خوشحالى ده ځکه چې زما ورسره مينه ده.
هر څو کۀ بدعمله مې په پړو تړل غواړى، خو زۀ به ستا شريعت نۀ هېروم.
د دوئ زړونه بېاحساسه او بېرحمه دى، خو ستا په قانون کښې زۀ خوشحاله يم.
په ما رحم وکړه چې زۀ ژوندے پاتې شمه ځکه چې ستا شريعت ما خوشحالوى
زۀ په لوګى کښې لکه د مشک په شان اوچ شوے يم. خو ستا اصُول نۀ هېرومه
پاکه خُدايه، چې زۀ ستا رضا پوره کړم، ستا قانون زما په زړۀ کښې ليکلے شوے دے.“
هرکله چې اِنصاف وشى، نو په دې صادق خوشحاليږى، خو بدکاره ترې نه يريږى.
زما زويه، زما لارښودنه مۀ هېروه، خو زما حُکمونه په خپل زړۀ کښې وساته.
اے مالِکه، ربُ الافواجه خُدايه، هرکله به چې ستا کلام په ما نازل شو، نو هغه ما وخوړلو، هغۀ ما ته او زما زړۀ ته خوشحالى راکړه، ځکه چې ما پورې ستا نوم تړلے شوے دے.
زۀ په باطن کښې د خُدائ پاک په شريعت خوشحاله يم.