145 د خپل ټول زړۀ سره تا ته سوال زارى کومه جواب راکړه مالِک خُدايه زۀ به ستا په شريعت باندې عمل کومه
اے مالِکه خُدايه، سوال قبول کړه زما، تا ته دې سوال زارى درورسيږى زما.
زۀ په پوره زړۀ سره ستا لټون کوم، ما مۀ پرېږده چې ستا د حُکمونو نه بېلارې شم.
ما قسم خوړلے او په هغې ولاړ يم چې زۀ به ستا په صادق شريعت باندې عمل کومه
اے بدکارو خلقو ما نه لرې شئ چې زۀ د خپل خُدائ پاک په حُکمونو عمل وکړمه
زۀ به هر وخت ستا د شريعت تابعدارى کوم، او د تل دپاره به يې منم.
ما ستا د رضا په خپل ټول زړۀ سره لټون کړے دے. د خپلې وعدې په مطابق په ما مهربانه اوسه.
زۀ به ستا اصُول منم، په پوره توګه ما رد نۀ کړې.
اے خلقو هر وخت هغۀ باندې يقين ساتئ. تاسو هغۀ ته د خپل زړۀ مشکل بيانوئ، ځکه چې خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.
خپل خِدمتګار ته دې خوشحالى ورکړه، ځکه چې ما خپل ځان تا ته وقف کړے دے.
تاسو به زما لټون کوئ او کۀ چرې په پوره زړۀ سره زما لټون وکړئ نو تاسو به مې پېدا کړئ.
هغې ورته په جواب کښې ووئيل، ”صاحِبه، زۀ په نشه کښې نۀ يم. ما نۀ مے او نۀ شراب څښلى دى، زۀ سخته پرېشانه يم او ما دُعا کوله او خپل تکليفونه مې مالِک خُدائ ته بيانول.