141 کۀ څۀ هم چې زۀ ورکوټے او حقير يمه خو زۀ ستا تعليمات نۀ هېرومه
کۀ څۀ هم چې هر وخت خپل ژوند په خطره کښې اچومه خو زۀ به ستا شريعت نۀ هېرومه
زۀ ستا په اصُولو خوشحالېږم، او ستا کلام به زۀ نۀ هېروم.
زۀ د ورکې شوې ګډې په شان بېلارې شوے يمه خپل خِدمت کوونکے دې ولټوه ځکه چې ما هېر کړى نۀ دى ستا حُکمونه.
خو زۀ چينجے يم او انسان نۀ يم، سپک راته ګورى د ټولو د خندا يم.
بيا هم زۀ غريب او حاجتمند يم، زۀ دې د مالِک خُدائ په نظر يم. زما مددګار او خلاصوونکيه، زر راشه، اے پاکه خُدايه.
د مالِک خُدائ په يره کښې لږ آمدن غوره دے، د هغه ډېر مال دولت نه چې سکون په کښې نۀ وى.
په صداقت سره لږه ګټه ښۀ ده د هغه ډيرې ګټې نه چې په بېاِنصافۍ وى.
دا بهتره ده چې يو سړے غريب وى او په ايماندارۍ سره ژوند تېروى، د هغه چا نه چې دروغژن او کم عقل وى.
زما زويه، زما لارښودنه مۀ هېروه، خو زما حُکمونه په خپل زړۀ کښې وساته.
خلقو هغۀ ته سپک وکتل او هغه يې رد کړو، هغه د درد او کړاؤ سره مخ شو. او خلقو به هغۀ ته دومره سپک کتل چې مخ به يې ترېنه اړولو. مونږ د هغۀ هيڅ قدر نۀ کولو.
بيا عيسىٰ خپلو مريدانو ته مخ راواړولو او وې فرمائيل چې، ”تاسو بختور يئ چې غريبان يئ، ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو ده.
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”د لومبړو خپل غارونه وى او د مارغانو جالې، خو اِبن آدم دومره ځائ قدرې هم نۀ لرى چې سر په کښې ولګوى.“
ځکه چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د فضل نه خبر يئ. کۀ څۀ هم چې هغه غنى وو خو هغه ستاسو دپاره غريب شو، د دې دپاره چې د هغۀ د غربت په وسيله تاسو مالدار شئ.
اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، واورئ، ولې خُدائ پاک هغوئ نۀ دى غوره کړى څوک چې د دُنيا په نظر کښې غريب دى چې په ايمان به مالداره شى او د هغه بادشاهۍ وارثان به شى چې مالِک يې د هغوئ سره وعده کړې ده څوک چې ورسره مينه کوى؟