14 زۀ ستا په اصُول منلو خوشحاله يم لکه څنګه چې يو سړے په ډېر مال دولت خوشحاله وى.
زۀ تل د هغۀ په حُکمونو عمل کوم، ما د هغۀ کلام د خپل ضرورى خوراک نه هم زيات قيمتى ګڼلے دے.
د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى، بختور دى هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى، او څوک چې د هغۀ په حُکمونو په عمل کولو ډېر خوشحاله وى.
ستا حُکمونه مې د تل دپاره ميراث دے دا زما د زړۀ خوشحالى ده
ځکه زۀ ستا د حُکمونو سره مينه کومه د سرو زرو نه زياته او د خالص سرو زرو نه زياته
زۀ ستا په وعدو کښې خوشحالى کومه لکه څوک چې پېدا کړى لويه خزانه
ستا په حُکمونو کښې زما خوشحالى ده ځکه چې زما ورسره مينه ده.
ستا د خولې خبره زما دپاره ډېر اهميت لرى په زرګونو د سپينو او سرو زرو سيکو نه.
په ما رحم وکړه چې زۀ ژوندے پاتې شمه ځکه چې ستا شريعت ما خوشحالوى
اے مالِکه، ربُ الافواجه خُدايه، هرکله به چې ستا کلام په ما نازل شو، نو هغه ما وخوړلو، هغۀ ما ته او زما زړۀ ته خوشحالى راکړه، ځکه چې ما پورې ستا نوم تړلے شوے دے.
د آسمان بادشاهى د هغه خزانې په مِثال ده چې په پټى کښې پټه وى. کوم سړى چې دا وموندله نو بيا يې ښخه کړه او په خوشحالۍ يې خپل هر څۀ خرڅ کړل او هغه پټے يې پرې واخستو.