Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 119:132 - Pakistani Yousafzai Pashto

132 ما ته راشه او په ما رحم وکړه څنګه چې تۀ تل د هغوئ سره مينه کوې، څوک چې ستا نوم سره مينه کوى

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 119:132
10 Iomraidhean Croise  

کېدے شى چې مالِک خُدائ زما مشکل ووينى او نن ما سره د دې کنځلو په بدل کښې ښۀ وکړى.“


په هغه وخت ما ياد ساته، اے مالِکه خُدايه، کله چې تۀ په خپلو خلقو رحم کوې، کله چې تۀ هغوئ بچ کوې نو زما مدد دپاره هم راشه،


د خپل خِدمتګار سره دې د خپلې ابدى مينې په مطابق سلوک وکړه او د خپلو اصُولو تعليم دې ما ته راکړه


او خپل فضل په ما وکړه زما طرف ته راوګرځه، ځکه زۀ يواځې شوے يم بد حاله.


زما غمونو او مصيبتونو ته توجو ورکړه او زما ټول ګناهونه ما ته معاف کړه.


اے مالِکه خُدايه، تۀ په خپله نېکانو ته برکت ورکوې، تۀ د خپل رحم ډال هغوئ نه چاپېره وې.


نو د هغوئ يقين وشو، او چې کله هغوئ واورېدل چې مالِک خُدائ هغوئ له راغلے وو او چې کوم ظلم په هغوئ کېدلو هغه يې ليدلے وو، نو دوئ سجده وکړه او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو.


حنه يو پوخ لوظ وکړو، ”اے، ربُ الافواجه، کۀ چرې تۀ په ما غمزپلې رحم وکړې او زما دُعا قبوله کړې او ما له يو زوئ راکړې، نو زۀ دا وعده کوم چې هغه به د ټول عُمر دپاره تا ته د نذير په حيثيت وقف کړم او د هغۀ د وقف کېدو نښه به دا وى چې وېښتۀ به يې هيڅکله هم کل نۀ کړے شى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan