12 ټول ثناء صِفتونه تا ته دى اے مالِکه خُدايه، ستا اصُول ما ته را زده کړه.
اے مالِکه خُدايه زما د خولې نه د اخلاص نه ډک ثناء صِفت قبول کړه او د خپل شريعت تعليم دې ما ته راکړه
د خپل خِدمتګار سره دې د خپلې ابدى مينې په مطابق سلوک وکړه او د خپلو اصُولو تعليم دې ما ته راکړه
خپل د مخ رڼا دې په خپل خِدمتګار وځلوه او د خپل شريعت تعليم دې ما ته راکړه
اے مالِکه خُدايه ما ته وښايه چې ستا په شريعت عمل وکړم، زۀ به تل په هغې باندې عمل کوم.
زمکه ستا د ابدى مينې نه ډکه ده اے مالِکه خُدايه، ما ته د خپل اصُول سبق راوښايه.
ما ته ښۀ عقل او پوهه راوښايه، ځکه چې زۀ ستا په حُکمونو باور کوم.
تۀ ښۀ يې او نېک کارونه کوې، ما ته دې خپل اصُول راوښايه.
ستا د رضا پوره کولو ما ته تعليم راکړه، ځکه چې تۀ زما خُدائ پاک يې. ستا نېک روح دې په هوار مېدان کښې زما رهنمائى وکړى.
اے مالِکه خُدايه، ما ته خپله لار راوښايه، نو زۀ به ستا په حقيقت کښې وګرځم، مطمئن زړۀ ما له راکړه چې زۀ ستا عزت وکړم.
بيا هغۀ د هغوئ ذهنونه کولاو کړل چې په صحيفو پوهه شى.
خو مددګار يعنې روحُ القُدس چې پلار به يې زما په نوم راولېږى، هغه به تاسو ته هر څۀ وښائى او درته به هغه هر څۀ دريادوى، چې ما تاسو ته فرمائيلى دى.
دا تعليم د مبارک خُدائ پاک د جلالى زېرى په مطابق دے کوم چې هغۀ ما ته په حواله کړے دے.
نو خُدائ پاک به هغه په مناسب وخت را ښکاره کړى، او خُدائ پاک واحد، مبارک حکمران، د بادشاهانو بادشاه او د مالِکانو مالِک دے.
کوم روحُ القُدس چې تاسو مسح کړى يئ هم هغه په تاسو کښې اوسى، نو بيا تاسو ته د بل اُستاذ ضرورت نشته. نو چې روحُ القُدس تاسو ته د هر څۀ په حقله تعليم درکوى، او څۀ چې درته هغه ښائى، رښتيا دى، نه چې دروغ، او څنګه تعليم چې هغۀ درکړے دے په هغۀ کښې پاتې شئ.