Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 119:104 - Pakistani Yousafzai Pashto

104 ما عقل ستا د تعليماتو نه زده کړو نو په دې وجه د غلطو لارو نه نفرت کومه

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 119:104
15 Iomraidhean Croise  

صِرف مشران هوښيار نۀ وى، کله کله مشران هم په اِنصاف باندې نۀ پوهيږى.


کوم څيزونه چې فاسد وى زۀ به ورته نۀ ګورم. د بې‌ايمانانو د کارونو نه به نفرت کوم، او زۀ به د هغوئ سره کار نۀ ساتم.


زۀ د مشرانو نه ډېره زياته هوښيارتيا لرمه ځکه چې زۀ ستا په شريعت عمل کومه


او ځکه زۀ ستا ټول تعليمات صحيح ګڼمه او زۀ د هر يوې خطا لارې نه نفرت کومه


زۀ دروغ بد ګڼم او ترې نه نفرت کومه خو زۀ ستا قانون سره مينه کومه


نو ما ته ستا په شريعت باندې پوهه راکړه نو زۀ به بيا پرې عمل کوم او په خپل ټول زړۀ سره به پرې عمل کوم.


ستا حُکمونه ما د خپلو دشمنانو نه ډېر هوښياروى ځکه چې هغه ما سره د تل دپاره دى


تر دې چې په خپل کټ کښې بدې منصوبې جوړوى. د بدکارانو په لاره تلل کوى د دوئ ارادې ښې نۀ دى. او د بدۍ نه مخ نۀ اړوى.


څوک چې د مالِک خُدائ سره مينه کوى نو هغوئ دې د بدۍ نه نفرت کوى، هغه د خپلو مقدسينو حفاظت کوى، او هغه يې د بدعملو نه بچ کوى.


د هر کس په وړاندې يوه لار وى چې هغۀ ته ښۀ ښکارى خو په آخر کښې د دې خاتمه مرګ وى.


د مالِک خُدائ نه ويرېدل دا دى چې د بدۍ نه نفرت وکړئ، زۀ د غرور، کبر او غلط چال چلن او بدو خبرو نه نفرت کوم.


د بدو نه نفرت کوئ او د نېکۍ سره مينه کوئ، او په عدالت کښې اِنصاف قائم کړئ. نو کېدے شى چې مالِک خُدائ، ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو په باقى پاتې شوو خلقو رحم وکړى.


په تنګه دروازه ورداخل شئ. ځکه چې د تباهۍ دروازه کولاو ده، لاره يې ښۀ پلنه ده او ډېر په دغه لاره ځى.


مينه دې بې‌ريا وى. د بدۍ نه نفرت کوئ او د نېکۍ سره ځان ونغاړئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan