100 زۀ د مشرانو نه ډېره زياته هوښيارتيا لرمه ځکه چې زۀ ستا په شريعت عمل کومه
ولې حِکمت د سپينږيرو سره نۀ وى څۀ؟ ولې زيات عُمر سره پوهه نۀ راځى څۀ؟
او هغۀ بنيادمو ته وفرمائيل، چې د مالِک خُدائ نه يره کښې حِکمت دے، او بدعملى پرېښودل عقلمندى ده.“
نو اليهُو د ايُوب سره د خبرو کولو دپاره د نورو کسانو انتظار کولو، ځکه چې هغوئ د هغۀ نه مشران وُو.
د مالِک خُدائ نه يره کول د حکمت شروع ده، هر هغه څوک چې د هغۀ قانون منى هغه هوښيار دے، د تل دپاره به د هغۀ ثناء صِفت وى.
نو ما ته ستا په شريعت باندې پوهه راکړه نو زۀ به بيا پرې عمل کوم او په خپل ټول زړۀ سره به پرې عمل کوم.
هر هغه څوک چې زما دا خبرې اورى او عمل پرې کوى، هغه به د هغه هوښيار کس په شان وګڼلے شى چا چې خپل کور د يو سخت ګټ دپاسه آباد کړے وى.
په تاسو کښې څوک هوښيار او پوهه شته دے؟ هغه دې په خپلو کارونو د نېک چال چلن په وسيله او هغه عاجزۍ سره دې دا خبره ثابته کړى، چې د حِکمت نه پېدا کيږى.