9 دا بهتره ده چې په مالِک خُدائ کښې پناه واخلم، نه چې په شهزادګانو توکل وکړم.
کوم خلق چې د مدد غوښتلو دپاره مِصر ته ځى نو په هغوئ باندې افسوس. ځکه چې هغوئ د مِصر په لوئ فوجى طاقت، آسونو، جنګى ګاډو او فوجيانو باندې بهروسه کوى. خو هغوئ په مالِک خُدائ باندې يقين نۀ کوى، کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس ذات دے او نۀ ترې نه مدد غواړى.
اسوريان به په تُوره تباه شى خو دا تُوره به د انسان نۀ وى. د خُدائ پاک تُوره به هغوئ ووهى او هغوئ به وارخطا شى او تښتى به. د اسوريانو ځوانانو نه به په زور کار اخستلے شى.
کله چې تۀ هغوئ په خپل لاس کښې ونيولې نو تا دړه وکړه او د هغوئ اوږه دې سورۍ کړه، او کله چې هغوئ په تا تکيه وکړه، نو ستا ملا ماته شوه.
نو خلق به ډېر زر دا خبره وکړى چې، ”زمونږ بادشاه ځکه نشته چې مونږ د مالِک خُدائ نه نۀ يرېدو. خو کۀ بادشاه وے هم، نو هغۀ زمونږ دپاره څۀ کولے شول؟“