7 مالِک خُدائ زما مل دے او هغه زما مددګار دے، زۀ به د خپلو دشمنانو په شکست خوشحالى وکړم.
د خُدائ پاک روح د هغوئ په يو کس عماسى باندې راغلو، چې هغه وروستو د هغه دېرشو مشر شو او هغۀ چغه ووهله، ”د يَسى زوئ داؤده، مونږ ستا يُو. کاميابى دې ستا او د هغوئ وى چې څوک ستا مدد کوى. ځکه چې خُدائ پاک ستا مل دے.“ داؤد هغوئ ته په خېر راغلے ووئيلو او په خپل لښکر يې آفسران جوړ کړل.
د هغۀ زړۀ مطمئن دے او هغه به نۀ يريږى، او په آخر کښې به په خپلو ټولو دشمنانو کاميابى حاصله کړى.
خو بېشکه خُدائ زما مددګار دے، او مالِک خُدائ په خپله ما ژوندے ساتى.
زۀ به د زړۀ نه تا ته نذرانې پېش کړم، ځکه چې ستا نوم خوږ دے زۀ به ستا د نوم ثناء صِفت وکړم.
بېشکه چې زۀ تا د ټولو مصيبتونو نه بچ کړم، او زۀ د خپلو دشمنانو شکست په خپلو سترګو باندې وينم.
هغه به مې په حفاظت سره بچ کوى، د هغه جنګ نه کوم چې زما په خلاف وى، کۀ څۀ هم چې ډېر خلق زما په ضد وى.
زما مينه ناک خُدائ به د مدد دپاره ما سره جوړه شى، او ما ته به د خپلو دشمنانو شکست راپه ګوته کړى.
خو تۀ دوئ مۀ وژنه، اے مالِکه زمونږ ډاله، ځکه چې زما قوم به دا سبق هېر کړى. په خپل طاقت دې دوئ تس نس کړه او تۀ دوئ ښکته راګزار کړه،
زما سترګو زما د دشمنانو شکست وليدلو، زما غوږونو زما د بدکارو دشمنانو وريتې چغې واورېدلې.
زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، زۀ تاسو تکړه کوم او درته وايم چې، ”مۀ يرېږئ، زۀ به ستاسو مدد کوم.“