6 مالِک خُدائ زما مل دے زۀ به نۀ يرېږم، انسان زما څۀ کولے شى.
د هغۀ زړۀ مطمئن دے او هغه به نۀ يريږى، او په آخر کښې به په خپلو ټولو دشمنانو کاميابى حاصله کړى.
بختور دى هغوئ د چا مدد چې د يعقوب خُدائ پاک وى، او د چا اُميد چې په مالِک خُدائ يعنې په خپل خُدائ پاک وى.
کۀ څۀ هم د مرګ وادۍ نه زۀ تېرېږم، خو تۀ زما په څنګ يې نو نۀ يرېږم، ستا په چوکه او امسا زما تسلى ده.
خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه او قوت دے، په وخت د مصيبت کښې حاضر او تل مددګار دے.
ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے، د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.
کومه وعده چې خُدائ پاک ما سره کړې ده په هغې زۀ د خُدائ ثناء صِفت کوم. او کومه وعده چې مالِک خُدائ کړې ده په هغې زۀ د خُدائ شُکر ګزار يم.
نو زۀ نۀ يرېږمه ځکه چې په خُدائ پاک باندې توکل کوم. نو فانى انسان به ما سره څۀ وکړى؟
اے پاکه خُدايه، زۀ به تا سره د نذرانې وعده خپله سر ته رسوم، زۀ به تا ته د شکرانې نذرانې پېش کوم،
کومه وعده چې هغۀ کړې ده، زۀ د خُدائ پاک ثناء صِفت کوم. نو زۀ نۀ يرېږم ځکه چې په خُدائ باندې توکل کوم. نو فانى انسان به ما سره څۀ وکړى؟
زما دشمنان ټوله ورځ زما خبرې بدلوى، هر وخت هغوئ زما خلاف منصوبې جوړوى.
دشمنان به مې وتښتى چې په کومه ورځ تا ته آواز وکړم، خُدائ زما ملګرے دے زۀ په دې باندې پوهېږم.
څوک به ما سره د بدکارانو خلاف راپاڅى؟ او څوک به زما دپاره د بدعملو خلاف ودريږى؟
”زۀ، صرف زۀ تاسو له تسلى درکوم. نو بيا تاسو د انسانانو نه ولې يرېږئ، چې هغوئ د واښو نه هم زر فنا کيږى؟
بلکې مالِک خُدائ د يو طاقتور جنګيالى په شان ما سره دے، نو بيا څوک هم چې زما د ژوند ختمولو پسې دى هغوئ به هيڅکله هم کامياب نۀ شى، او په خپله به تيندکونه وخورى. هغوئ به ناکاميابه شى او په شرمونو به وشرميږى، د هغوئ دا بېعزتى به هيڅکله د هېرېدلو نۀ وى.
نو بيا مونږ د دې خبرو په حق کښې څۀ وئيلے شُو؟ کۀ خُدائ پاک زمونږ په طرف دے نو بيا زمونږ مخالف څوک کېدے شى؟
نو ځکه مونږ ډېر په زړۀ ورتيا سره وايو چې، ”مالِک زما مددګار دے، زۀ به ونۀ يرېږم، انسان به زما څۀ وکړى؟“
کله چې ساؤل او د هغۀ سړو دا واورېدل، نو هغوئ زړونه بائيلل او سخت ويرېدل.
مالِک خُدائ زۀ د ازمرى د پنجې نه او د مېلو د پنجې نه بچ کړے يم، او هغه به مې د دې فلستى د لاس نه هم بچ کړى.“ نو ساؤل داؤد ته ووئيل، ”ځه، مالِک خُدائ دې مل شه.“