5 ما په سخته کښې مالِک خُدائ ته سوال زارى وکړه، هغۀ زما سوال قبول کړو او زۀ يې آزاد کړم.
يعقوب سخت ويرېدو او پرېشانه شو. د هغۀ سره چې کوم خلق او رَمې، غواګانې او اوښان وُو هغه يې په دوو ډلو کښې تقسيم کړل.
نو بيا هغوئ په سخته کښې مالِک خُدائ ته ژړا وکړه، او هغۀ هغوئ د مصيبت نه خلاص کړل.
نو بيا هغوئ په سخته کښې مالِک خُدائ ته ژړا وکړه، او هغوئ يې د مصيبت نه خلاص کړل.
په سخته کښې مالِک خُدائ ته سوال زارى کوم، او زما سوال هغه قبلوى،
زۀ يې يو پُراَمنه ځائ ته راوستم، ځکه چې هغه رانه خوشحال وو زۀ يې بچ کړم.
ما ته په ښۀ کولو مالِک اجر راکړے دے، زما د بېګناهۍ په وجه يې ما له انعام راکړے دے.
په سختۍ کښې خپل مالِک ته کړمه آوازونه، د مدد دپاره ما خپل خُدائ ته وکړل آوازونه. د خپل مقدس ځايه هغۀ واورېدل زما آوازونه، د هغۀ تر غوږو ورسېدل زما فريادونه.
زۀ دې د دشمن لاسونو ته ورنۀ کړم پراخه مېدان ته دې زۀ بوتلم.
کله چې ما باندې سخته وه مالِک خُدائ مې راياد کړے وو. ټوله شپه مې خپل لاسونه د دُعا دپاره اوچت کړى وُو. خو بيا هم زما زړۀ بېقراره وو.