4 هغوئ څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى، دې ووائى، ”د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى.“
مالِک خُدائ مهربانه دے او د هغۀ مينه د تل دپاره وى، او د هغۀ وفادارى به تر نسلونو پورې جارى وى.
اے بنى اِسرائيلو په مالِک خُدائ باندې توکل کوئ، هغه ستاسو ډال دے او ستا مدد کوى.
د مالِک خُدائ شُکر ادا کړئ ځکه چې هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى.
تاسو څوک چې د خُدائ نه يرېږئ د مالِک خُدائ ستائينه وکړئ، اے د يعقوب اولاده، تاسو هغۀ له عزت ورکړئ، اے بنى اِسرائيلو تاسو ټول د هغۀ عزت وکړئ.
بيا د تخت د طرف نه يو آواز راغے چې، ”اے زمونږ د خُدائ پاک ټولو خادِمانو چې د هغۀ نه ويرېږئ، اے لويو او وړو، د خُدائ پاک ثنا وايئ.“