27 مالِک خُدائ، خُدائ پاک دے، هغۀ خپله رڼا په مونږ باندې وځلوله، قربانۍ راولئ او په پړو يې د قربانګاه ښکرونو سره وتړئ.
الياس د خلقو په مخکښې ودرېدو او ورته يې وفرمائيل، ”ترڅو پورې به تاسو په دوو عقيدو کښې ګډ وډ يئ؟ کۀ مالِک خُدائ، خُدائ پاک وى، نو هغۀ پسې روان شئ، خو کۀ بعل خُدائ وى، نو هغۀ پسې روان شئ.“ خو خلقو هيڅ هم ونۀ وئيل.
کله چې خلقو دا وليدل، نو هغوئ پړمخې په زمکې پرېوتل او وې وئيل، ”مالِک خُدائ، خُدائ پاک دے، صِرف مالِک خُدائ، خُدائ پاک دے.“
په ورپسې ورځ هغوئ د قربانۍ په توګه ځناور حلال کړل، مالِک خُدائ ته يې وقف کړل او بيا يې خلقو له ورکړل چې وې خورى. د دې نه علاوه، هغوئ يو زر غوَيى، يو زر ګډان او يو زر ګډُورى هم حلال کړل، چې په قربانګاه باندې يې پوره وسوزول. هغوئ د ميو نذرانې هم راوړې.
يهوديانو خوشحالى، راحت، خندا او عزت محسوسولو.
اے مالِکه خُدايه، تۀ زما چراغ يې، مالِکه خُدايه، زما تيارۀ په رڼا بدلوې.
هغه به ستا رښتينوالے لکه د سحر هسې روښانه کړى، او تا سره اِنصاف به لکه د غرمې د نمر هسې روښانه کړى.
د دې دپاره د څلورو ګوټونو دپاسه د ښکرو په شان څيزونه جوړ کړه چې د قربانګاه سره يو ځائ شى او په دې هر څۀ باندې به د زېړو پترى وخېژولے شى.
هغۀ د څلورو ګوټونو دپاره د ښکرونو په شان څيزونه جوړ کړل چې د قربانګاه سره يې يو ځائ کړل. هغۀ په دې هر څۀ باندې د زېړو پترى خېژولى وُو.
پاڅه، وځلېږه. ځکه چې ستا نُور راغلے دے، او د مالِک خُدائ جلال په تا ځلېدلے دے.
کوم خلق چې په تيارۀ کښې ګرځېدل، نو هغوئ يوه لويه رڼا ليدلې ده، او هغوئ څوک چې په تورو تيارو کښې اوسېدل، پرې نُور ځليږى.
ځکه چې ما د هغۀ خلاف ګناه کړې ده، نو زۀ به د مالِک خُدائ قهر وزغمم، ترڅو چې هغه زما د مقدمې وکالت وکړى او زما حق قائم کړى. هغه به ما بهر رڼا ته راولى، زۀ به د هغۀ صداقت وګورم.
خو ستاسو دپاره څوک چې زما د نوم عزت کوى، صداقت او شفا به لکه د نمر په تاسو وځليږى. او تاسو به بهر لاړ شئ او د هغه سخو په شان به ټوپونه وهئ چې د غوجل نه آزاد شوى وى.
عيسىٰ بيا خلقو ته مخاطب شو او وې فرمائيل، ”زۀ د دُنيا نُور يم. څوک چې ما پسې راځى هغه به هيڅکله په تيارۀ کښې نۀ ګرځى بلکې هغه به د ژوندون رڼا ومومى.“
ځکه دې د عيسىٰ په وسيله مونږ مسلسل خُدائ پاک ته د شُکر ګزارۍ قربانى پېش کوُو او دا د ذکر هغه مېوه ده چې د هغۀ د نوم اقرار کوى.
خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، د شاهى اِمامانو فرقه، مقدس قوم، او د خُدائ پاک خپل اُمت يئ، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.