25 اے مالِکه خُدايه مونږه بچ کړه، اے مالِکه خُدايه مونږ ته کاميابى راکړه.
ورکړه فتح زمونږ بادشاه له، اے مالِکه خُدايه، کله چې تا ته سوال کوُو مونږ ته جواب راکړه.
د زمرو د خولې نه ما راوباسه، او ما د ځنګلى غوَيانو د ښکرو نه په امان کړه.
اے پاکه خُدايه، ما بچ کړه، ځکه چې سېلاب مې تر مرۍ رارسېدلے دے.
خو مالِکه خُدايه، په مناسب وخت کښې دې زما دُعا واوره، په خپله لويه مينه کښې دې زما د خلاصون سوال قبول کړه.
اے مالِکه خُدايه، پاکه خُدايه، ستا جلال دې په مونږ رانازل شى، زمونږ د لاسونو کارونه مونږ ته مضبوط کړه او زمونږ د لاسونو کارونو له کاميابى ورکړه.