18 مالِک خُدائ ما ته سخته سزا راکړه، خو زۀ هغۀ مرګ ته حواله نۀ کړم.
نو ستا اولاد به همېشه په جنګ جګړو کښې آخته وى ځکه چې تا زما سپکاوے کړے دے چې د اورِياه ښځه دې بوتله.
په قحط کښې به هغه تاسو د مرګ نه په بيعه واخلى، او په جنګ کښې به مو د مرګ نه بچ کړى.
زۀ لاندې د غرونو بېخ پورې ډوب شوم، لاندې زمکې زۀ د همېشه دپاره بنديوان کړم. خو تا زما ژوند د کندې نه راوويستو، اے زما مالِکه خُدايه.
خو کله چې مالِک زمونږ عدالت وکړى نو دا زمونږ د اصلاح دپاره کوى د دې دپاره چې مونږ د نورې دُنيا سره مجرمان نۀ شو.
کۀ نامعلومه يُو خو بيا هم مشهور يُو، کۀ مرګ حال يُو خو بيا هم ژوندى يُو، کۀ وهل کيږُو خو قتل کيږُو نه.