12 هغوئ زما نه لکه د مچو په شان راتاو شُو، لکه د ازغو د اور په شان زر هلاک شُو، خو د مالِک خُدائ په نوم مې هغوئ مات کړل.
خو بد کاره خلق د غورزولے شوو ازغو په شان وى، چې هيڅ څوک يې هم په خالى لاسونو سره نۀ شى راخستلے.
په وخت د مصيبت کښې دې مالِک ستا فرياد واورى، د يعقوب د خُدائ پاک نوم دې د هر نقصان نه ستا حفاظت وکړى.
نو ستا په کاميابۍ به چغې د خوښۍ ووهو د خپل خُدائ د نوم جنډې به اوچتې کړُو. مالِک خُدائ دې جواب درکړى ستا د ټولو سوالونو.
خُدائ به ډېر زر ورله واړۀ زاړۀ ټول ختم کړى، لکه د ازغو اور چې د لوښى د ګرمېدو نه وړاندې ختم شى.
اے مالِکه خُدايه، زمونږ ربه، ټوله دُنيا کښې ستا نوم عظيم دے.
د کم عقل خندا داسې وى لکه چې دېګچى لاندې په اور کښې ازغى ټسيږى. دا شور خو جوړوى خو هيڅ مقصد يې نۀ وى.
زما غصه اوس يخه شوې ده. خو کۀ په دې باغ کښې ازغى او مرکونډۍ وشول نو زۀ به ورسره جنګ وکړم او ټول به وسوزوم.
قومونه به په مکمل طور داسې وسوزى، لکه د ازغو د هغه بوټو په شان چې کټ کړے شى او اور ته وغورزولے شى.
د هغۀ دشمنان به د هغه سړو غوندې چې په ازغو کښې راګېر وى او چې په خپلو شرابو نشه وى، هغوئ به لکه د اوچو بوسو په شان وسوزى.
نو په هغه غرونو کښې چې کوم اموريان اوسېدل هغوئ ستاسو خِلاف لکه د مچو په شان راووتل. هغوئ د حُرمه پورې په تاسو پسې وُو او هلته يې د غرونو په مُلک ادوم کښې شکست درکړو.
داؤد جواب ورکړو، ”تۀ ما له د تُورې، نېزې او وړې نېزې سره راروان يې، خو زۀ ستا خِلاف د ربُ الافواج د نوم سره درځم، چې د بنى اِسرائيلو د لښکر خُدائ پاک دے، چې تا د هغۀ مخالفت کړے دے.