10 زۀ ټولو قومونو راګېر کړم، خو د مالِک خُدائ په نوم مې هغوئ مات کړل.
تا دشمنان په تېښته وتښتول زما نه، ما کړل تباه چا چې نفرت کولو زما نه.
د بچ کولو يې څوک نۀ وُو هغوئ وکړل د مدد دپاره فريادونه، دوئ وکړو سوال مالِک خُدائ ته خو هغۀ ورنۀ کړو جواب.
ټوله ورځ لکه د سېلاب په شان رانه راتاو وى، په پوره توګه هغۀ زۀ راګېر کړے يم.
تا زما محبوب او دوستان رانه جدا کړى دى، تورو تيارو سره مې يارانه شوه.
په هغه ورځ، کله چې د زمکې ټول قومونه د دې خلاف يو ځائ شى، زۀ به د يروشلم نه د ټولو قومونو دپاره يو نۀ خوځېدونکے کاڼے جوړ کړم. هر هغه څوک چې د دې د لرې کولو کوشش کوى هغوئ به خپل ځانونه زخمى کړى.
دې ټولو بادشاهانو په خپلو کښې اِتحاد وکړو او په يو ځائ راغلل او د بنى اِسرائيلو خِلاف جنګ کولو دپاره يې د ميروم خوَړ سره خېمې ولګولې.