Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 117:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 اے ټولو قومونو د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ، اے ټولو خلقو د هغۀ لوئى بيان کړئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 117:1
12 Iomraidhean Croise  

هر يو ساه لرونکے دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړى، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ.


اے د ټولې دُنيا خلقو خوشحالى وکړئ. خُدائ پاک ته د خوشحالۍ نعرې ووهئ.


په ټوله دُنيا کښې هر يو کس ستا عبادت کوى ستا حمد‌و‌ثناء وائى او ستا د نوم ثناء صِفت کوى.“


اے پاکه خُدايه، په ټولو قومونو دې ستا ثناء صِفت بيان شى، او ټول قومونه دې ستا ثناء خوان شى.


اے مالِکه خُدايه، ټول قومونه تا پېدا کړى دى، دوئ به راشى او ستا په وړاندې به عبادت وکړى. او دوئ به ستا نوم ته جلال ورکړى.


او بيا فرمائى، ”اے ټولو غېر‌يهوديانو، د مالِک خُدائ ثنا ووايئ، او ټول اُمتونه دې د هغۀ ثناء صِفت بيان کړى.“


اے مالِکه څوک به يره ونۀ کړى او ستا د نوم لوئى به ونۀ کړى؟ ځکه چې يواځې تۀ پاک يې. ټول قومونه به راشى او ستا په وړاندې به عبادت وکړى ځکه چې ستا د صداقت کارونه ښکاره شوى دى.“


او هغوئ دا نوے حمد وئيلو چې، ”تۀ د دې لائق يې چې طومار واخلې او د دې مهرونه کولاو کړې ځکه چې تۀ حلال کړے شوې او د خپلې وينې په فديه دې د خُدائ پاک دپاره د هر خيل، د هرې ژبې او د هر قوم او خلق په بيعه واخستل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan