2 ځکه چې هغه اوس په ما خيال ساتى او خپل غوږ يې ما ته راړولے دے، ترڅو چې زۀ ژوندے يم زۀ به هغۀ نه سوال کوم.
هغوئ به د قادر خُدائ سره خوشحاله شى څۀ؟ هغوئ به هر وخت خُدائ پاک ته آواز کولے شى څۀ؟
ثناء صِفت دې مالِک خُدائ ته وى، ځکه چې د رحم دپاره هغۀ زما ژړا واورېدله.
خپل غوږ دې ما ته راواړوه زر راشه او خلاصون راکړه ما له، زما د بچ کولو ګټ او مضبوطه قلعه جوړه شه چې په کوم کښې به امان راکوې ما له.
تۀ زما ګټ او زما قلعه يې. د خپل نوم د خاطره دې زما لارښودنه وکړه،
په صبر ما د مالِک خُدائ انتظار وکړو، او هغۀ زما فرياد واورېدو او ما ته يې پام وکړو.
اے مالِکه خُدايه، زما خلاصونکى پاکه خُدايه، شپه او ورځ ستا په وړاندې ژړا کوم.
تا زۀ لاندې ډوبو اوبو کښې د سمندر مينځ ته وغورزولم، او د سمندر زورَورو چپو زۀ راګېر کړم، او هغه ټولې زورَورې چپې چې تا رالېږلې وې په ما تېرې شوې.
بيا عيسىٰ مريدانو ته يو مِثال ووئيلو، او ورته يې دا وښودل چې هغوئ دې ضرور بار بار دُعا غواړى او زړۀ دې نۀ بائيلى.
د هيڅ خبرې غم مۀ کوئ بلکې په هره خبره کښې خپل درخواستونه د دُعا او زارۍ په وسيلې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک په حضور کښې پېش کوئ،
خپل ځانونه په دُعا کښې مشغول کړئ او بېدار اوسئ او شُکر ګزارى کوئ.