16 اے مالِکه خُدايه په رښتيا سره ستا خِدمتګار يم، لکه ستا د وينځې د زوئ په شان زۀ ستا خِدمتګار يم، تا زۀ د زنځيرونو نه آزاد کړے يمه.
اے مالِکه خُدايه، د خپل خِدمت کوونکى د خاطره، او د خپلې مرضۍ په مطابق تا دا ټول لوئ لوئ کارونه کړى او ښودلى دى.
زۀ ستا خِدمتګار يم ما له پوهه راکړه چې زۀ ستا په قانون باندې پوهه شمه
تۀ ما سره د خپلې نۀ ختمېدونکې مينې په وجه زما دشمنان خاموشه کړه، زما ټول دشمنان تباه کړه، ځکه چې زۀ ستا خِدمتګار يم.
ما ته راوګرځه او په ما باندې رحم وکړه، خپل خِدمت کوونکى له طاقت ورکړه، د خپلې وينځې زوئ بچ کړه.
د مالِک خُدائ روح په ما نازل دے ځکه چې زۀ هغۀ مسح کړے يم، او دې له يې رالېږلے يم چې غريبانانو ته زېرے ورکړم، مات شوى زړونه روغ کړم، د خلاصون اعلان وکړم او غلامانو ته آزادۍ ورکړم.
کۀ څوک زما خِدمت کوى هغه دې ما پسې راځى، او چرته چې زۀ يم هلته به زما خادِم هم وى. هر څوک چې زما خِدمت کوى، هغۀ له به زما پلار عزت ورکړى.
ځکه چې بيګاه د هغه خُدائ پاک د چا چې زۀ يم او د چا چې زۀ عبادت کوم، د هغۀ يوه فرښته ما سره ودرېدله
خو اوس تاسو د ګناه د غلامۍ نه آزاد يئ او د خُدائ پاک غلامان جوړ شوئ، د دې فائده دا ده چې تاسو خُدائ پاک ته وقف شوئ چې اَنجام يې د تل ژوندون دے.
د خُدائ پاک او د مالِک عيسىٰ مسيح غلام د يعقوب د طرفه دې هغه دولسو واړو قبيلو ته چې په مختلفو قومونو کښې خوارۀ وارۀ شوى دى، هغوئ ټولو ته دې سلام وى.