10 نو زما دا ايمان وو نو ځکه ما ووئيل چې، ”زۀ ډېر په تکليف کښې يم.“
دروغژن ګواه به تباه شى، او څوک چې رښتيا وائى هغه به د تل دپاره خبرې کوى.
خو ليکلے شوى دى چې، ”ما ايمان راوړو او ځکه مې خبرې وکړې،“ نو په مونږ کښې هم دغه شان ايمان دے نو مونږ هم ايمان راوړے دے او ځکه خبرې کوُو.
نو ايمان دا دے چې په هغه څيزونو باور وکړُو چې د کوم په اُميد يُو، او په ناليدلو څيزونو يقين وکړُو.
ځکه چې مونږ په هغه قيصو پسې نه ځو چې په چالاکۍ سره جوړې شوې دى کله چې مونږ تاسو د خپل مالِک عيسىٰ مسيح د قدرت او د راتلو په حقله خبر کړئ، بلکې مونږ د هغۀ جلال په خپلو سترګو ليدلے دے.
ځکه چې يوه پېشګوئې هم کله د بنى آدم په خپله رضا نۀ ده نازله شوې، بلکې بنى آدمو د روحُ القُدس په وجه د خُدائ پاک د طرف نه خبرې کولې.