1 د مالِک خُدائ سره مينه کوم ځکه چې هغۀ زما سوال زارى اورېدلې ده، هغۀ زما سوال زارى د رحم دپاره اورېدلې ده.
نو يعقوب خپل خاندان ته او هغه ټولو ته چې د هغۀ سره وُو ووئيل، ”تاسو سره چې کوم پردى بُتان دى هغه وغورزوئ، خپل ځانونه پاک کړئ او صفا جامې واغوندئ.
مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”ما ستا دُعا اورېدلې ده، کومه چې تا زما په وړاندې کړې ده. کوم کور چې تا جوړ کړے دے هغه زۀ مقدس کوم او هغه به داسې ځائ وى چې همېشه به هلته زما عبادت کيږى. زما به په دې نظر وى او همېشه به زړۀ کښې اوسى.
ما ته راشه او په ما رحم وکړه څنګه چې تۀ تل د هغوئ سره مينه کوې، څوک چې ستا نوم سره مينه کوى
ثناء صِفت دې مالِک خُدائ ته وى، ځکه چې د رحم دپاره هغۀ زما ژړا واورېدله.
په صبر ما د مالِک خُدائ انتظار وکړو، او هغۀ زما فرياد واورېدو او ما ته يې پام وکړو.
ځکه چې د مظلومانو ژړا مالِک خُدائ په خپله اورى، او هغه کله هم خپل قېديان نۀ هېروى.
خو زۀ څۀ وئيلے شم؟ مالِک خُدائ ما سره خبرې کړې دى او هغۀ دا هر څۀ په ما پخپله کړى دى. اوس به زۀ خپل ژوند په عاجزۍ سره تېروم ځکه چې زۀ په دې پرېشانۍ باندې غالب شوے يم.
تا زما خواست اورېدلے دے، خپل غوږونه مۀ بندوه، د مدد دپاره زما آواز واوره.
تا زۀ لاندې ډوبو اوبو کښې د سمندر مينځ ته وغورزولم، او د سمندر زورَورو چپو زۀ راګېر کړم، او هغه ټولې زورَورې چپې چې تا رالېږلې وې په ما تېرې شوې.
مالِک خُدائ د هغوئ آواز واورېدو او په کنعانيانو يې بريالى کړل. نو بنى اِسرائيلو هغوئ او د هغوئ ښارونه تباه کړل او په هغه ځائ يې حُرمه نوم کېښودو.
او د هغۀ سره په پوره زړۀ او په پوره پوهې او په خپل ټول طاقت سره مينه کوئ او د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ، نو دا د بلې هرې يوې سوزېدونکې قربانۍ يا نذرانې نه ډېر غوره کار دے.“
تر اوسه پورې تاسو زما په نوم هيڅ نۀ دى غوښتى. وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى نو چې ستاسو خوشحالى پوره شى.
په درېم ځل عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”شمعون د يوحنا زويه، تۀ ما سره مينه کوې؟“ پطروس په دې خبره غمژن شو ځکه چې هغۀ ترې په درېم ځل دا تپوس وکړو چې، ”تۀ ما سره مينه کوې؟“ هغۀ ووئيل، ”مالِکه، تا ته د هر څۀ ښۀ پته ده. تۀ په دې پوهېږې چې زۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ وفرمائيل، ”زما ګډې وڅروه.
مونږ ځکه مينه کوُو چې خُدائ پاک اول مونږ سره مينه وکړه.
حنه هغۀ ته ووئيل، ”صاحِبه، بېادبى دې معاف وى، زۀ تا ته ياده يم څۀ؟ زۀ هغه ښځه يم چې دلته ولاړه وم مالِک خُدائ ته مې سوال کولو او تا وليدم.