Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 115:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 مونږ ته نه، اے مالِکه خُدايه، مونږ ته نه، خو ستا نوم ته دې جلال وى، ځکه ستا د مينې او وفا په سبب دې وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 115:1
17 Iomraidhean Croise  

زۀ به ستا مقدس کور طرف ته سجده وکړم، او زۀ به ستا د نوم ثناء صِفت ادا کړم، ځکه چې تۀ ډېر مينه ناک او وفادار يې، او تا په ټولو څيزونو باندې خپل نوم او کلام اوچت کړو.


هغه دې د خُدائ پاک په حضور کښې د تل دپاره بادشاهى وکړى، هغۀ ته خپله مينه او وفا وروښايه چې دے حفاظت وکړى.


راپاڅه، پاکه خُدايه، او د خپلې دعوې دفاع وکړه، راپه ياد کړه چې څومره بې‌وقوفانو هر وخت ستا د نوم ګستاخى کوله،


د مالِک خُدائ هغه لوئى بيان کړئ کومه چې د هغۀ نوم سره ښائى، د هغۀ دربار ته راشئ او يوه نذرانه راوړئ.


زۀ چې څۀ کوم نو هغه زۀ د خپل خاطر په وجه کوم، زۀ نۀ غواړم چې زما د نوم بې‌عزتى وشى او نۀ به په خپل جلال کښې چا له برخه ورکړم، دا به زما وى او صرف زما به وى.“


بلکې د خپل نوم دپاره ما هغه څۀ وکړل څۀ چې به هغه د هغه قومونو د سترګو د وړاندې د سپکوالى نه وساتى چا چې زۀ وليدلم چې ما هغوئ بهر راوويستل.


نو په دې وجه بنى اِسرائيلو ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، اے بنى اِسرائيلو دا ستاسو دپاره نۀ دى کوم څيزونه چې زۀ کوم، خو دا زما د مقدس نوم په خاطر دى، د کوم چې تاسو په نورو قومونو کښې بې‌حرمتى وکړه چرته چې هم لاړئ.


زۀ غواړم چې تاسو په دې خبره پوهه شئ چې دا زۀ ستاسو دپاره نۀ کوم چې ګنې تاسو د دې حقدار يئ، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. اے بنى اِسرائيلو، د خپلو عملونو او کردار په وجه په شرمونو وشرمېږئ.


اے مالِکه واوره، اے خُدايه مونږ معاف کړه. اے مالِکه زمونږ واوره او عمل پرې وکړه. اے زما خُدايه د خپل ځان د خاطره دې مۀ ايسارېږه، ځکه چې ستا ښار او ستا قوم ستا په نوم پورې تړلے شوى دى.“


او د يعقوب اولاد ته به تۀ خپل رحم وښائې، تۀ به د اِبراهيم اولاد ته رښتونے يې، څنګه چې تا په تېر وخت کښې زمونږ پلار نيکۀ سره وعده کړې ده.


ځکه چې شريعت د موسىٰ په وسيله ورکړے شو خو فضل او حقيقت د عيسىٰ مسيح په وسيله راغلل.


ترڅو چې مونږ د هغۀ د جلالى فضل ثناء ووايو کوم چې هغۀ مونږ ته په خپل محبوب زوئ کښې وړيا رابخښلې ده.


کنعانيان او د مُلک نور خلق به د دې نه خبر شى. هغوئ به مونږ راګېر کړى او زمونږ نوم به د زمکې د مخ نه ختم کړى. بيا به تۀ د خپل عزتمند نوم د بچ کولو دپاره څۀ کوې؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan