Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 114:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 د مالِک خُدائ په راتلو سره اے زمکې په لړزان شه، د يعقوب د پاک خُدائ په حضور کښې په لړزان شه،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 114:7
10 Iomraidhean Croise  

د آسمان بنيادونه ولړزيږى، او دا د هغۀ په رټنه باندې ودرزيږى.


څوک چې په زمکه زلزله راولى، او د دې بنيادونه خوځوى،


کله چې هغه زمکې ته وګورى نو په لړزان شى، او چې غرونو له لاس وروړى نو په لوګى بدل شى.


ستا د تندر آوازونه په طوفان کښې واورېدے شول، ستا برېښنا ټوله دُنيا رڼا کړه، زمکه په لړزان او رپېدو شوه.


او هغۀ د ګټ نه نِهرونه روان کړل، او اوبۀ ترې نه لکه د دريابونو روانې شوې.


د مالِک خُدائ په خپل قدوسيت او شان شوکت کښې عبادت وکړئ، اے ټولې دُنيا د هغۀ د حضور په وړاندې ولړزېږه.


مالِک خُدائ فرمائى، تاسو به زما نه نۀ يرېږئ څۀ؟ تاسو به زما په حضور کښې د يرې نه نۀ ريږدېږئ څۀ؟ ما د سمندر دپاره د شګو حد مقرر کړے دے، دا مې ورته ابدى او پوخ حد مقرر کړے دے. کله چې سمندر په زور او مستۍ کښې هم راشى او د هغې چپې ډېر شور او زور هم وکړى خو بيا هم د مقرر شوى حد نه نۀ شى اوړېدلے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan