3 کله چې بحرِقُلزم دوئ وليدل نو لار يې ورته پرېښوده، او د اُردن سيند واپس شو او خپل ځائ ته لاړو،
ستا په رټنه اوبۀ وتښتېدلې، ستا د آواز په تندر سره وتښتېدلې.
او هغۀ بحرِقُلزم ورټلو او هغه اوچ شو، هغۀ هغوئ په سمندر کښې داسې پورې ايستل لکه چې په صحرا کښې روان وُو.
تا زمونږ دپاره چينې او نِهرونه پرانستل، او تل بهېدونکى دريابونه دې وُچ کړل.
اے پاکه خُدايه، کله چې اوبو تۀ وليدلې، نو په اوبو باندې يرې نه لړزان راغلو، او په ژورو اوبو باندې سخته يره راغله.
وريځو بارانونه راوورول، او په آسمان کښې د تندر آوازونه شول، او ستا د برېښنا غشى په کښې پړقېدل.
نو موسىٰ د درياب دپاسه خپل لاس اوږد کړو او مالِک خُدائ د نمرخاتۀ په زورَوره هوا درياب وروستو بوتلو. هوا ټوله شپه وچلېدله او درياب يې په اوچه زمکه بدل کړو. اوبۀ په مينځ بېلې شوې،
تا درياب پو کړو او اوبۀ اوچتې راغونډې شوې، سېلابونه د دېوال په شان نېغ ودرېدل، او د درياب په بېخ کښې اوبۀ کلکې شوې.
هغه چرته دے چا چې خپل طاقت څرګند کړو کله چې موسىٰ خپل لاس اوچت کړو، هغه چرته دے چا چې د هغوئ په وړاندې سمندر تقسيم کړو او خپل ځان يې د همېشه دپاره مشهور کړو؟
تا سمندر د خپلو آسونو د پښو لاندې کړو، زورَورې اوبۀ دې په تاوېدو کړې.