9 هغه شنډې ښځې په خپلو کورونو کښې داسې خوشحالوى، لکه يوه خوشحاله د بچو مور چې وى. مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى.
اِسحاق مالِک خُدائ ته د خپلې ښځې دپاره سوال وکړو، ځکه چې هغه شنډه وه. مالِک خُدائ د هغۀ آواز واورېدو او رِبقه اُميدواره شوه.
خو لکه چې څنګه اليشع فرمائيلى وُو، په ورپسې کال تقريباً هم هغه وخت د هغې يو زوئ پېدا شو.
تۀ بېکسه ته خاندان او قېدى ته خوشحالى او آزادى ورکوى. خو سرکشه خلق په اوچو او سوکړو کښې ژوند کوى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”اے شنډې ښځې د چا چې اولاد نشته. د خوشحالۍ نه چغې ووهه، د خوشحالۍ نه سندرې ووايه، ولې چې تا د ماشوم د راوړو درد نۀ دے تېر کړے. ولې چې د شنډې ښځې بچى اوس د وادۀ شوې ښځې نه زيات دى.
خو کۀ هغه بېګناه وى، نو نقصان به ورته نۀ رسيږى او د هغې به بچى پېدا شى.
ځکه چې په صحيفو کښې دا ليکلى دى چې، ”اے شنډې ښځې، خوشحالى وکړه، تا چې کله هم بچى نۀ دى راوړى او تا چې د ماشوم د راوړو درد نۀ دے تير کړے. نو تۀ د خوشحالۍ نه چغې ووهه، ځکه چې شنډه ښځه به د هغې ښځې نه زيات بچى راوړى څوک چې وادۀ شوې وى.“
کومو خلقو له چې يو ځل خوراک ورکړے شوے وو نو هغوئ اوس د خوراک دپاره خپل ځانونه مزدوران کړل، خو چې څوک اوږى وُو د هغوئ لوږه ختمه شوه. د شنډې ښځې اووۀ بچى شوى دى، خو د ډېرو بچو مور غمژنه ده.