4 مالِک خُدائ په ټولو قومونو کښې اوچت دے، او د هغۀ جلال پاس په آسمانونو کښې دے.
خو اے خُدايه پاکه، تۀ په زمکه باندې نۀ شې اوسېدې، ځکه چې ټول آسمان ستا د ځائېدو دپاره کافى نۀ دے، نو دا کور به څنګه کافى وى چې کوم ما جوړ کړے دے؟
ټول دې د مالِک خُدائ د نوم لوئى بيانوى، ځکه چې صرف د هغۀ نوم لوئ دے، او د هغۀ شان او شوکت په زمکې آسمانونو باندې دے.
اے مالِکه خُدايه، زمونږ ربه، ټوله دُنيا کښې ستا نوم عظيم دے، پاس په آسمانونو کښې دې خپل جلال جوړ کړے دے.
ځکه تۀ، اے مالِکه خُدايه، په ټوله زمکه باندې د ټولو نه اوچت يې، او تۀ په ټولو معبودانو کښې د ټولو نه ښۀ او اوچت يې.
مالِک خُدائ د صيون په ښار کښې عظيم دے، او هغه په ټولو قومونو باندې لوئ او اوچت دے.
نه، يقيناً چې قومونه د مالِک خُدائ دپاره هيڅ هم نۀ دى، په بالټى کښې د اوبو د يو څاڅکى يا په تله کښې د دوړې نه زيات نۀ دى، هغه ټوله دُنيا داسې اوچتوى لکه چې د شګې يوه دانه وى.
د هغۀ په وړاندې ټول قومونه هيڅ هم نۀ دى، د هغۀ په نظر کښې هغوئ نشت دى، هيڅ څيز هم نۀ دى.
خُدائ پاک د زمکې نه بره په خپل تخت ناست دے، او هلته نه خلق لکه د مُلخانو په شان ښکارى. هغۀ آسمان د پردى په شان خور کړے دے، د هغه خېمې په شان چې د اوسېدو دپاره وى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”آسمان زما تخت دے او زمکه زما د پښو چوکۍ ده. نو بيا هغه کور چرته دے چې تاسو يې زما دپاره جوړَوئ؟ هغه ځائ کوم دے چرته به چې زۀ آرام کوم؟“