3 د نمر ختو نه د نمر پرېوتو پورې، د مالِک خُدائ د نوم ستائينه دې وى.
مالِک خُدائ ته مې وکړل آوازونه څوک چې لائق دے د ثناء صِفتونو، او هم هغه په خپله مې د دشمنانو نه بچ کوى.
اے خُدايه، لکه څنګه چې دې نوم په ټوله دُنيا خور دے، دغه شان ستا ثناء صِفت په ټوله دُنيا خور دے، ستا ښے لاس د صداقت نه ډک دے.
قادر مطلق خُدائ، مالِک خُدائ د زمکې خلقو ته حُکم وکړو، او د مشرق نه تر مغرب پورې د زمکې خلق يې راوغوښتل.
ټول بادشاهان به هغۀ ته په سجده شى، ټول قومونه به د هغۀ خِدمت ګزار شى.
اے مالِکه خُدايه، ټول قومونه تا پېدا کړى دى، دوئ به راشى او ستا په وړاندې به عبادت وکړى. او دوئ به ستا نوم ته جلال ورکړى.
مونږ د دُنيا د آخرى سرونو نه سندرې اورو، هغه سندرې چې صادق خُدائ پاک ته لوئى ورکوى. خو زما زړۀ د غمه ډک دے. زما دپاره ژاړئ ځکه چې زۀ دوړېږم. دوکې تر اوسه موجودى دى او هر طرف ته دوکه باز دى.
اے آسمانه، د خوشحالۍ چغې وهه. اے زمکې، خوشحالى وکړه. اے غرونو، د خوشحالۍ سندرې ووايئ. ځکه چې مالِک خُدائ خپلو خلقو له تسلى ورکړې ده، او هغه به په خپلو کړېدلو خلقو رحم وکړى.
نو بيا به د نمرپرېواتۀ په طرف خلق د مالِک خُدائ د نوم نه يريږى او نمرخاتۀ په طرف خلق به د هغۀ د نوم جلال بيانوى. ځکه چې هغه به د يو تېز سېلاب په شان په هغوئ راشى لکه چې د مالِک خُدائ باد راروان کړے وى.
ځکه چې زمکه به د مالِک خُدائ د جلال د عِلم نه داسې ډکه شى لکه څنګه چې سمندر د اوبو نه ډک وى.
زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى، د نمر راختو نه تر نمر پرېوتو پورې. په هر ځائ کښې به خوشبودارې او پاکې نذرانې ما ته راوړے شى، ځکه چې زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
بيا اوومې فرښتې خپل بيګل وغږولو او په آسمان کښې په زوره دا چغې شوې چې وئيل يې چې، ”د دُنيا د بادشاهۍ حق زمونږ د مالِک خُدائ او د هغۀ د مسيح دے او هغه به تل تر تله حکومت کوى.“