7 هغه به د بد خبر نه نۀ يريږى، د هغۀ زړۀ قائم دے او په مالِک خُدائ باندې پوره توکل کوى.
نو يقيناً به بيا تۀ خپل سر بغېر د څۀ شرم نه اوچت کړې، تۀ به په امن کښې يې او نور به نۀ يرېږې.
مالِک خُدائ زما مل دے زۀ به نۀ يرېږم، انسان زما څۀ کولے شى.
نو هغه ما ته جواب راکوى کله چې زۀ د مالِک خُدائ نه سوال کوم، زۀ يې د خپلې هرې يرې نه خلاص کړم.
دوئ چې په خپل مال دولت باندې يقين لرى، او په خپل ډېر مال دولت فخر کوى.
زما زړۀ مطمئن دے زړۀ مې په تا مطمئن دے پاکه خُدايه، زۀ به هر وخت په سرود کښې ستا ثناء صِفت کوم.
اے خلقو هر وخت هغۀ باندې يقين ساتئ. تاسو هغۀ ته د خپل زړۀ مشکل بيانوئ، ځکه چې خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.
ټول صادقان دې د مالِک خُدائ خوشحالى وکړى او په هغۀ کښې دې پناه واخلى. او ټول نېکان دې د خُدائ پاک ثناء صِفت ادا کړى.
خو هر څوک چې ما ته غوږ نيسى نو هغه به په امن کښې اوسيږى، او د نقصان څۀ يره به پرې نۀ وى.“
شدرک، ميشک او عبدنجو بادشاه ته جواب ورکړو، ”اے نبوکدنضره، مونږ ته د دې ضرورت نشته چې ستا نه په دې معامله کښې د خپل ځان ساتنه وکړُو.
د خپل صبر په وجه به تاسو ژوندون وګټئ.
او کله چې تاسو د جنګونو او الې ګولې خبر واورئ نو مۀ وار خطا کېږئ ځکه چې دا څيزونه به ضرور اول کيږى خو لا به آخر وخت نۀ وى.“
”خپل زړونه مۀ پرېشانه کوئ، په خُدائ پاک ايمان ساتئ، او په ما هم ايمان ساتئ.
خو زۀ د خپل ژوند هيڅ پرواه نۀ ساتم، او زما خواهش صرف دا دے چې خپله منډه سر ته ورسوم او هغه خِدمت پوره کړم چې مالِک عيسىٰ ما ته سپارلے دے، يعنې چې د خُدائ پاک د فضل د زيرى په حقله خلقو ته ګواهى ورکړم.
خو پولوس جواب ورکړو، ”تاسو ولې ژاړئ او زما زړۀ ماتوئ؟ ځکه چې زۀ نۀ يواځې تړلو ته، بلکې دې ته هم تيار يم چې د مالِک عيسىٰ دپاره په يروشلم کښې شهيد شم.“
نو اے سړو، خپله حوصله په ځائ کړئ. ځکه چې زما په خُدائ پاک ايمان دے چې څنګه چې ما ته وئيلے شوى دى، بلکل هم داسې به وشى.