3 دولت او مالدارى به د هغۀ په کور کښې وى، او د هغۀ صداقت به د تل دپاره وى.
تاسو ته به پته ولګى چې ستاسو کور محفوظ دے، تاسو به وګورئ چې ستاسو د رَمو نه به هيڅ ورک نۀ وى.
د مالِک خُدائ نه يره کول د حکمت شروع ده، هر هغه څوک چې د هغۀ قانون منى هغه هوښيار دے، د تل دپاره به د هغۀ ثناء صِفت وى.
د هغۀ کارونه د جلال او لويئ نه ډک دى، او د هغۀ صداقت د تل دپاره پاتې وى.
هغۀ خپل خېراتونه مسکينانو ته ورلېږلى دى، د هغۀ صداقت د تل دپاره پاتې کيږى، او د عزت سره به د هغۀ سترګې اوچتيږى.
د زمرى بچى به اوږى او کمزورى شى، خو د چا چې په مالِک خُدائ باندې توکل وى هغه به د هيڅ څيز محتاجه نۀ شى،
راځئ، زما بچو، ما ته غوږ شئ، نو تاسو به د مالِک خُدائ د يرې نه خبر کړم.
د صادق په کور کښې لويه خزانه وى، خو د بدکاره ګټه هغوئ ته تکليف ورکوى.
د هوښيارانو په کور کښې ښۀ خوراکونه ډېر تير وى، خو کم عقل چې څۀ ګټى هغه څټى.
د عقل په ښى لاس کښې اوږد ژوندون دے، او د هغۀ په ګس لاس کښې عزت او دولت دے.
د صداقت اثر به سلامتى وى، او نتيجه به يې ابدى سکون او حفاظت وى.
په هغه ورځ به هغه ستاسو مضبوط بنياد وى، هغه به تاسو له لوئ خلاصون، پوهه او حِکمت درکوى. د مالِک خُدائ يره به ستاسو خزانه وى.
ولې چې چينجى به هغوئ لکه د کپړې په شان وخورى، او چينجى به يې لکه د وړۍ په شان وخورى. خو زما صداقت به تر همېشه پورې وى، او زما خلاصون به تر ټولو نسلونو پورې قائم وى.“
تاسو د هر څۀ نه اول د خُدائ پاک د بادشاهۍ او د هغۀ د رښتينوالۍ لټون کوئ، نو بيا به هغه دا ټول څيزونه هم تاسو ته درکړى.
کۀ مونږ غمژن يُو خو هر وخت خوشحاله يُو، مونږ غريبانان يُو خو ډېر خلق غنيان کوُو، مونږ سره څۀ نشته خو بيا هم راسره هر څۀ شته.