10 بدکاران چې دا ګورى نو غصه کيږى، او هغوئ به خپل غاښونه چيچى او ورک به شى، د بدکارانو ارمانونه به پوره نۀ شى.
خو د بيتحورون ښار سنبلط، او طوبياه چې هغه د عمون صُوبې يو آفسر وو، خبر شو چې څوک راغلى دى چې د بنى اِسرائيلو د فائدې دپاره کار کوى، نو هغوئ ډېر زيات خفه شول.
هغوئ به د خپلو متيازو په شان د تل دپاره ختم شى، چا چې هغوئ ليدلى وى نو هغوئ به ووائى چې څۀ شول؟
نو چې څوک خُدائ پاک هېروى نو د هغوئ هم دغه لار ده، چې څوک د خُدائ نه منکر وى نو د هغوئ اُميد به ختم شى.
بدکاران د صادقانو خلاف منصوبې جوړوى او د غصې نه ورته خپل غاښونه چيچى.
ما ته نښه راوښايه ستا د ښۀوالى، نو چې زما دشمنان دا وګورى نو وبه شرميږى، ځکه چې اے مالِکه خُدايه، تا زما مدد وکړو. او ما له دې تسلى راکړه.
د صادق اُميد خوشحالى ده، خو د بدکاره طمع به پوره نۀ شى.
کله چې يو بدعمله مرى، د هغۀ اُميد ختم شى. هر څومره اُميدونه چې هغه د خپل مال د طاقت نه لرى هغه پناه شى.
نو بادشاه خپلو خادِمانو ته ووئيل چې د دۀ لاس او پښې وتړئ او بهر په تيارۀ کښې يې وغورزوئ، هغه ځائ چې ژړا او د غاښونو چيچل به په کښې وى.
خو د بادشاهت وارثان به بهر تيارې ته وغورزولے شى کوم ځائ چې به ژړا وير او د غاښونو چيچل وى.“
بيا به هلته تاسو ووينئ چې اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب او نور ټول پېغمبران د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې دى خو تاسو به هغه ځائ ته غورزولے شئ چرته چې ژړا وير او د غاښونو چيچل وى،