3 د هغۀ کارونه د جلال او لويئ نه ډک دى، او د هغۀ صداقت د تل دپاره پاتې وى.
تر ابده ابده د مالِک خُدائ مينه د هغوئ سره وى څوک چې د هغۀ نه يريږى، او د هغۀ صداقت د هغوئ د نسلونو سره وى.
دولت او مالدارى به د هغۀ په کور کښې وى، او د هغۀ صداقت به د تل دپاره وى.
هغۀ خپل خېراتونه مسکينانو ته ورلېږلى دى، د هغۀ صداقت د تل دپاره پاتې کيږى، او د عزت سره به د هغۀ سترګې اوچتيږى.
ستا صداقت ابدى دے او ستا قانون رښتونے دے
ستا اصُول تر ابده صحيح دى ما له پوهه راکړه چې زۀ ژوندے پاتې شمه
مالِک خُدائ په خپلو ټولو کارونو کښې صادق دے، او هغه په خپلو ټولو پېدا کوونکو مِهربانه دے.
آسمانونه د خُدائ پاک جلال څومره ښۀ بيانوى، خلا يې د لاس کارنامې صفا بيانوى.
اے مالِکه خُدايه، ستا په شان نور معبودان څوک دى؟ ستا په شان څوک دے چې ټولو نه لوئ او مقدس دے؟ ستا جلال د يرې نه ډک دے، ځکه چې داسې عجيبه عجيبه کارونه کوې.
ولې چې چينجى به هغوئ لکه د کپړې په شان وخورى، او چينجى به يې لکه د وړۍ په شان وخورى. خو زما صداقت به تر همېشه پورې وى، او زما خلاصون به تر ټولو نسلونو پورې قائم وى.“
اويا وارې اووۀ کاله ستا قوم او ستا مقدس ښار دپاره مقرر شوى دى چې په کښې خپله سرکشى ختمه کړئ، او ګناه بنده کړئ، د بدعملۍ کفاره ورکړئ، نۀ ختمېدونکے صداقت قائم کړئ، د پېغمبرى رويا او پېشګوئې تصديق وکړئ او چې د ټولو نه مقدس ځائ مسح کړئ.
په دې هر څۀ کښې د خُدائ پاک مقصد دا وو چې د جماعت په وسيله خپل هر قسمه حکمت هغه ناليدونکو حاکمانو او د واک خاوندانو ته چې په آسمانى ځايونو کښې دى ښکاره کړى.