Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 110:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 خو بادشاه به د لارې د ولې نه اوبۀ وڅښى، نو ځکه به هغه د کاميابۍ هسکه غړۍ ګرځوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 110:7
16 Iomraidhean Croise  

هغوئ دې په خپلو سترګو خپله تباهى وګورى، او د قادر خُدائ غصه دې تېره کړى.


ځکه د روټۍ په ځائ ايرې زما خوراک شولې، او د اوبو سره مې خپلې اوښکې څښلې.


نو بيا به زۀ خپله غړۍ هسکه کړم د هغوئ په وړاندې چا چې راګېر کړے يم، د هغۀ مقدس کور کښې به د خوشحالۍ په چغو قربانى وکړم، زۀ به سندرې او سرود او ثناء صِفت د مالِک خُدائ وکړم.


تۀ خو زما ډال يې چې زما نه ګېرچاپېره يې، تۀ زما جلال يې، څوک چې زما سترګې اوچتوى، اے مالِکه خُدايه،


نو ځکه مالِک خُدائ ربُ الافواج د يروشلم د نبيانو په حقله داسې فرمائى، ”زۀ به هغوئ ته د خوړلو دپاره تريخ خوراک او د څښلو دپاره به ورله د زهرو اوبۀ ورکړم، ځکه چې د يروشلم د نبيانو په وجه، په ټول مُلک کښې بې‌دينى خوره شوې ده.“


د جلاوطنۍ په اووۀ دېرشم کال يهوياکين د يهوداه بادشاه په کوم کال چې اويل‌مرودک د بابل بادشاه شو، نو هغۀ د يهوداه بادشاه په يهوياکين رحم وکړو او هغه يې د قېدخانې نه د دولسمې مياشتې په پينځويشتمه ورځ آزاد کړو.


عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو چې څۀ غواړئ په هغې نۀ پوهېږئ. کوم د مصيبتونو کنډول به چې زۀ څښم ولې تاسو به هغه وڅښلے شئ؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”آو، مونږ يې څښلے شُو.“


هغه په دوېم ځل لاړو او دُعا يې وغوښته چې، ”اے زما پلاره، کۀ چرې دا د تکليف پياله زما د څښلو نه بغېر اخوا کېدے نۀ شى، نو ستا رضا دې وشى.“


ولې د مسيح دپاره دا مقرر نۀ وُو چې هغه به دا زحمتونه وزغمى او په خپل جلال کښې به داخل شى؟“


عيسىٰ پطروس ته وفرمائيل چې، ”خپله تُوره واپس په تيکى کښې کېږده. ولې زۀ هغه پياله ونۀ څښم چې پلار ما ته راکړې ده؟“


د مسيح روح په هغوئ کښې وو او دا ګواهى يې ورکوله چې مسيح به تکليفونه وزغمى او بيا به جلال ومومى، نو بيا نبيانو دا کوشش وکړو چې د روح دا اِشاره به په څۀ وخت او په کوم حالت کښې پوره کيږى.


نو خُدائ پاک هلته د لحى په زمکه کښې يو خالى ځائ کولاو کړو او اوبۀ ترې نه راووتلې. سمسون اوبۀ وڅښلې او تازه دم شو. نو هغۀ په دې باندې دا نوم کېښودو، ”د چغې وهونکى چينه“ او دا تر اوسه پورې په لحى کښې ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan