مالِک خُدائ به د قومونو اِنصاف وکړى او د هغوئ په مينځ کښې به لانجې هوارې کړى. هغوئ به د خپلو تُورو نه د يوې خولې جوړې کړى او د خپلو نېزو نه به د بوټو قينچيانې جوړې کړى. قومونه به هيڅکله بيا جنګ له لاړ نۀ شى، او نۀ به بيا دوئ د جنګ تربيت حاصلوى.
دا زما خادِم دے چا ته چې ما طاقت ورکړے دے او څوک چې ما غوره کړے دے، زما محبوب چې روح مې پرې خوشحاله دے. ما خپل روح په هغۀ سورے کړے دے، او هغه به غېرو قومونو ته اِنصاف رسوى.
د بنى اِسرائيلو په غرونو به تۀ سره د خپلو ټولو فوجيانو او ټولو قومونو چې تا سره دى قتل کړے شې. زۀ به تاسو د هر قسمه مردار خورو مارغانو او ځنګلى ځناورو په خوراک بدل کړم.
هغه به د ډېرو قومونو په مينځ کښې عدالت وکړى، او د لرې او نزدې مضبوطو حکومتونو لانجې به فېصله کړى. هغوئ به خپلې تُورې وټکوى او يوې به ورنه جوړې کړى او د خپلو نېزو نه به د بوټو قينچيانې جوړې کړى. قوم به د قوم خلاف تُوره نۀ اوچتوى، او نۀ به هغوئ د جنګ کولو تربيت حاصلوى.