Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 110:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 مالِک خُدائ به د صيون نه ستا زورَوره امسا راوغزوى، نو تۀ به په خپلو دشمنانو باندې حکومت کوې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 110:2
20 Iomraidhean Croise  

هغه به د سمندر نه تر سمندر پورې، او د فرات د سيند نه د زمکې تر آخره به حکومت کوى.


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”هارون ته ووايه چې خپله امسا راواخلى او د مِصر ټولو اوبو په طرف يعنې دريابونو، نِهرونو او ډنډونو دپاسه ونيسى. نو د اوبو نه به وينه جوړه شى او د مِصر په ټوله زمکه به وينه وى، داسې د لرګى په لوښو او د خټې په منګو کښې به هم وى.“


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”هارون ته ووايه چې خپله امسا د دريابونو، نِهرونو او ډنډونو دپاسه ونيسه او چيندخې به د مِصر په مُلک وروخېژوى.“


او د ډېرو قومونو خلق به راشى او وبه وائى، ”راځئ چې د مالِک خُدائ غر ته وخېژُو، او چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک کور ته لاړ شُو، هلته به هغه مونږ ته خپلې لارې وښائى، او مونږ به د هغۀ په لارو ځو.“ ځکه چې د صيون نه به د هغۀ تعليمات راوځى، او د هغۀ کلام به د يروشلم نه راځى.


اے د موآب دوستانو او ګاونډيانو په دۀ باندې ماتم وکړئ، تاسو څومره چې د هغۀ د شُهرت او نوم نه واقف يئ، نو ووايئ چې، افسوس د موآب د شان او شوکت امسا ماته شوه او د هغې ټول طاقت تس نس شو.


اور د دې د يو خاص څانګې نه خور شو، او د دې مېوه يې وسوزوله. يوه مضبوطه څانګه په کښې پاتې نۀ شوه چې د بادشاه د امسا جوړولو جوګه وى. دا د غم يوه مرثيه ده، او د مرثيه په توګه استعمال شوې ده.


هغه سړى زۀ بيا د مالِک خُدائ د کور دروازې ته راوستلم، او ما وليدل چې د خُدائ د کور د درشل د لاندې نه اوبۀ د نمرخاتۀ طرف ته راروانې وې ځکه چې د مالِک خُدائ د کور مخه نمرخاتۀ طرف ته وه. اوبۀ د مالِک خُدائ د کور د جنوب خوا نه ښکته د قربان‌ګاه جنوب خوا ته راروانې وې.


ډېر قومونه به راشى او وائى به، ”راځئ چې بره د مالِک خُدائ غر ته لاړ شُو، د يعقوب د خُدائ پاک کور ته. هغه به مونږ ته خپلې طريقې وښائى، نو چې مونږ د هغۀ په لار روان شُو.“ شريعت به صيون نه راوځى، او د خُدائ پاک کلام به د يروشلم نه راشى.


اے مالِکه، د خپلو خلقو شپونتوب په خپلې لښتې سره وکړه، په خپله برخه رمې څوک چې د زرخيزه زمکې په مينځ کښې په ځنګل کښې اوسيږى، هغوئ پرېږده چې لکه د پخوا په شان په بسن او جِلعاد کښې وڅريږى.


زۀ د مسيح د زيرى نه نۀ شرمېږم، ځکه چې د هر چا دپاره چې ايماندار وى دا د خلاصون دپاره د خُدائ پاک قدرت دے، اول د يهوديانو دپاره، بيا د غېر‌يهوديانو دپاره.


او د دې دپاره مونږ هم هر وخت د خُدائ پاک شُکر کوُو چې کله تاسو ته د خُدائ پاک کلام درورسېدو کوم چې تاسو زمونږ نه اورېدلے دے، نو تاسو دا قبول کړو د بنى آدم د کلام په طور نه بلکې د حقيقت په طور مو قبول کړو چې دا د خُدائ پاک کلام دے، او چې دا تاسو ايماندارانو کښې کار هم کوى.


هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې د هغوئ زيرے د هغوئ د خپل ځان دپاره نۀ وو بلکې ستاسو دپاره وو. نو اوس دا زيرے تاسو ته د هغه چا په وسيله چې د روحُ القُدس په طاقت سره چې د آسمان نه نازل شوے دے بيان شو. دا داسې عجيبه خبرې دى چې فرښتې هم په ليوالتيا سره د دې د کېدو خواهش کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan