9 د هغۀ بچى دې يتيمانان شى د هغۀ ښځه دې کونډه شى.
او زۀ به په قهر شم او تاسو به په جنګ ووژنم. ستاسو ښځې به کونډې شى او ستاسو بچى به يتيمانان شى.
خو اے مالِکه خُدايه، اوس پرېږده چې د هغوئ بچى د لوږې نه مړۀ شى، پرېږده چې هغوئ په تُوره قتل کړے شى. د هغوئ ښځې دې بورې او کونډې شى، پرېږده چې د هغوئ بوډاګان سړى په وبا مړۀ شى، پرېږده چې د هغوئ ځوانان په جنګ مړۀ شى.
مونږ يتيمان او بېپلاره شوى يُو او زمونږ ميندې کونډې شوې دى.