31 ځکه چې هغه د حاجتمندو مددګار دے، چې د هغه چا نه يې وساتى څوک چې دوئ مجرموى.
خو تا په خپله دا تکليفونه او خفګان وليدلو، او تۀ په خپله دا وينې او عدالت کوې. تا ته ځان سپارلے دے بېوسه مظلومانو، مل يې تۀ او حفاظت کوې د بېپلارانو.
ځکه چې هغۀ کله په چا باندې د رحم کولو سوچ هم نۀ دے کړے، خو تل د غريب او حاجتمند او د مايوسه د مرګ بندوبست کوى.
مالِک خُدائ ستا ښى لاس ته ولاړ دے، په خپل قهر او غضب کښې به ډېر بادشاهان ووهى.
مالِک خُدائ ستاسو حفاظت کوى، مالِک خُدائ لکه د سورې په شان تا سره دے.
زۀ په دې پوهېږمه چې مالِک خُدائ به غريبانانو له اِنصاف ورکړى، او هغه د حاجتمندو مقدمه په خپل لاس کښې اخلى.
مالِک خُدائ همېشه راسره دے زۀ په دې پوهېږم. هغه په خوا کښې راسره دے نو زۀ به نۀ غورزېږم.
د يتيمانو دپاره پلار دے او د کونډو حفاظت کوى، هم دا خُدائ پاک دے څوک چې په خپل مقدس ځائ کښې سکونت کوى.
او هغه به د خلقو په مينځ کښې د مظلومانو مدد وکړى، او د غريبانانو بچو ته به خلاصون ورکړى، او ظالمان به د پښو لاندې کړى.
خو د هر څۀ باوجود به بيا هم زۀ د تل دپاره تا سره يم، په خپله مې د ښى لاس نه راونيسه.
چې کله تۀ وګورې چې په يوه علاقه کښې غريبانانو باندې ظلم زياتے کيږى او هغوئ ته صداقت او اِنصاف او د هغوئ حقُونه نۀ ملاويږى نو په دې باندې مۀ حېرانېږه. د هر آفسر دپاسه بل آفسر وى او د هغوئ د سر دپاسه نور آفسران وى.
داسې وسله به نۀ وى چې تاسو ته ضرر ورسوى، او څوک چې په تاسو اِلزام لګوى نو تاسو به د هغوئ خولې بندې کړئ. د مالِک خُدائ خادِمان به د دې فائدو نه خوند اخلى، زۀ به د هغوئ حق څرګند کړم.“ مالِک خُدائ داسې فرمائى.