30 زۀ به په خپله ژبه د مالِک خُدائ لوئى بيان کړم، او زۀ به په لويه ډله کښې د هغۀ ثناء صِفت وکړم.
د خلقو په ډله کښې دې د خُدائ پاک لوئ بيانوى او د مشرانو په محفل کښې دې د هغۀ ثناء صِفت کوى.
د خُدائ ثناء ووايئ. زۀ به په خپل ټول زړۀ سره د مالِک خُدائ لوئى بيان کړم، کله چې زۀ د هغۀ د نېکو خلقو سره په جماعت کښې مِلاو شم.
زۀ به د زړۀ د اخلاصه، ستا ثناء صِفت وکړم، اے مالِکه خُدايه، او د نورو معبودانو په وړاندې به زۀ ستا د شُکر ګزارۍ سندرې ووايم.
اے مالِکه خُدايه، د دُنيا ټول بادشاهان دې ستا ثناء صِفت وکړى، چې کله دوئ ستا د خولې کلام واورى.
نو بيا به زۀ ستا شُکر په لويه ډله کښې ادا کړم. زۀ به په ټولو خلقو کښې ستا ثناء صِفت وکړم.
شُکر به کوم د مالِک خُدائ چې هغه اِنصاف کوونکے دے وايم به زۀ د مالِک خُدائ تعالىٰ ثناء صِفت.
زۀ به د خپل ټول زړۀ نه د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوم، زۀ به ستا ټول عجيبه کارونه بيان کړم.
نو هغه فرمائى چې، ”زۀ به خپلو خلقو ته ستا د نوم لوئى بيان کړم، ستا ثناء صِفت به زۀ د جماعت په مينځ کښې وکړم.“