29 په ما اِلزام لګونکى دې په شرم پټ شى شرم کښې دې د چُوغې په شان پټ شى.
چې څوک ستا نه نفرت کوى نو هغوئ به په شرمونو وشرميږى، او د بدکارانو کور به تباه شى.“
زۀ به د هغې دشمنانو ته د شرم جامې واغوندم، او د هغۀ په سر تاج به د لوئې مرتبې وى.“
او څوک چې ما نه راتاو دى د هغوئ سرونه دې په مصيبت کښې راګېر شى، او په هغه مصيبت کښې چې کوم د هغوئ شونډو جوړ کړے دے.
څوک چې زما په تکليفونو خوشحاليږى هغوئ دې خوار شى او ودې شرميږى، څوک چې خپل ځان زما دپاسه کوى په بېشرمۍ او په بېعزتۍ کښې دې پټ شى.
يريږى به، شرميږى به، زما ټول دشمنان، راواپس به کړى هغوئ په ناګهانه بېعزتۍ سره.
بلکې مالِک خُدائ د يو طاقتور جنګيالى په شان ما سره دے، نو بيا څوک هم چې زما د ژوند ختمولو پسې دى هغوئ به هيڅکله هم کامياب نۀ شى، او په خپله به تيندکونه وخورى. هغوئ به ناکاميابه شى او په شرمونو به وشرميږى، د هغوئ دا بېعزتى به هيڅکله د هېرېدلو نۀ وى.
نو بيا به هغه ګڼ خلق څوک چې په خاورو کښې پراتۀ دى راپاڅى، څوک به د ابدى ژوند دپاره، او څوک د رسوائى او ابدى شرم دپاره.
بيا زما دشمنان به دا وګورى او دوئ به وشرميږى، هغه چا چې ما ته ووئيل چې، ”مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک چرته دے؟“ زما سترګې به د هغې بربادى وګورى، اوس به هغه داسې د پښو لاندې شى لکه په کوڅو کښې چې خټې وى.