Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 109:28 - Pakistani Yousafzai Pashto

28 دوئ به لعنت کوى خو تۀ به برکت ورکوې، کله چې دوئ حمله وکړى نو تۀ به يې وشرموې، خو ستا خِدمتګار به خوشحاله وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 109:28
9 Iomraidhean Croise  

د هغۀ د لعنت کولو سره مينه وه خو دا دې په هم دۀ راواپس شى، د هغۀ برکت ورکول نۀ خوښېدل نو برکت دې هغۀ نه لرې شى.


لکه څنګه چې چڼچڼه اخوا ديخوا الوځى او يا چې طوطاګرکے چکرې وهى او په ځائ نۀ کښېنى، دغه شان نامناسبه ښيرا کول د چا په سر نۀ کښېنى.


خُدائ پاک بلعام ته وفرمائيل، ”تۀ د هغوئ سره مۀ ځه او بنى اِسرائيلو دپاره لعنت مۀ غواړه، ځکه چې ما هغوئ له برکت ورکړے دے.“


ګوره، ما ته حُکم مِلاو شو چې د هغوئ دپاره برکت وغواړم، او چې کله خُدائ پاک برکت ورکړى، نو زۀ برکت واپس نۀ شم اخستلے.


نۀ داسې جادو شته او نۀ داسې کوډې شته، چې د بنى اِسرائيلو په قوم باندې وشى. خلق به اوس د بنى اِسرائيلو په حقله ووائى، ګورئ، خُدائ پاک د هغوئ دپاره څۀ کړى دى.


نو اوس تاسو غمژن يئ خو زۀ به تاسو بيا ووينم او ستاسو زړونه به خوشحاله شى او هيڅوک به ستاسو خوشحالى تاسو نه وانۀ خلى.


او عيسىٰ چې د ايمان بانى او کاملونکے دے هغۀ ته وګورو چا چې د خوشحالۍ حاصلولو دپاره د سولۍ مرګ وزغملو او د دې په بې‌عزتۍ ونۀ شرمېدلو او د خُدائ پاک د تخت په ښى لاس کښېناستو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan