21 خو تۀ، اے قادر مطلق مالِکه خُدايه، د خپل نوم په خاطر دې هم ما سره ښۀ وکړه، او د خپلې مينې د ښۀوالى په خاطر دې هم ما بچ کړه.
هغه راکوى تازه او نوے قوت ما له، په نېغه لار مې بيائى د خپل نوم دپاره.
اے مالِکه خُدايه، د خپل پاک نوم د خاطره، راوبخښه کۀ هر څومره زما ګناه ده لويه.
تۀ زما ګټ او زما قلعه يې. د خپل نوم د خاطره دې زما لارښودنه وکړه،
ستا نۀ ختمېدونکې مينه د ژوند نه ښۀ ده، نو ځکه به زما شونډې ستا لوئى بيانوى.
اے مالِکه خُدايه، د خپلې ابدى مينې په نېکۍ کښې دې زما سوال قبول کړه، او په خپله لويه مهربانۍ کښې دې ما ته خپل مخ راواړوه.
په درد کښې يم او په ما باندې سختى ده، اے پاکه خُدايه، په خپل خلاصون دې ما بچ کړه.
خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، رحيم او مهربانه يې. په غصه کښې تېزى نۀ کوې او د ډېرې مينې او وفادارۍ نه کار اخلې.
تۀ بخښونکے او ښۀ يې مالِکه خُدايه، او څوک چې درنه سوال کوى تۀ د هغوئ سره نۀ ختمېدونکې مينه کوې.
د دې خبرو کولو نه پس عيسىٰ پاس آسمان ته وکتل او وې فرمائيل، ”پلاره، وخت راغلے دے، خپل زوئ ته لوئى ورکړه نو چې زوئ تا له جلال درکړى.