20 څوک چې په ما اِلزام لګوى هغوئ ته دې دغه سزا ورکړى، او هغوئ ته هم څوک چې زما غېبت کوى.
کله چې اخىتُفل ته پته ولګېده چې د هغۀ په مشوره عمل نۀ دے شوے، نو هغۀ خپل خر کته کړو او خپل ښار ته واپس لاړو. کله چې هغۀ خپلې ټولې معاملې هوارې کړې نو هغۀ خپل ځان پهانسى کړو او مړ شو. هغه د خپل خاندان په اديره کښې ښخ شو.
بادشاه تپوس وکړو، ”هغه زلمے ابىسلوم بچ دے څۀ؟“ غلام ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ غواړم چې په هغۀ باندې څۀ شوى دى چې هغه ستا په ټولو دشمنانو او په هغوئ باندې شوى وے چا چې د بادشاه خِلاف بغاوت کړے دے.“
تا ته د هغه ټولو بدو عملونو ډېره ښۀ پته ده چې تا زما پلار داؤد سره کړى دى. مالِک خُدائ به د دې په بدل کښې سزا درکړى.
مالِک زما مالِک ته وفرمائيل، ”زما ښى لاس ته کښېنه ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو لاندې کړم.“
د هغۀ د زوئ په وړاندې کۀ د زړۀ د اخلاصه ټيټ نۀ شئ، نو هغه زر غصه کيږى، او ناڅاپه به تباه شئ، هغه به بختور شى څوک چې د هغۀ پناه کښې راشى.
زما دشمنان زما خلاف خبرې کوى، څوک چې راپسې دى هغوئ زما د وژلو بندوبست کوى.
هغه به دوئ ته د دوئ د ګناه په وجه سزا ورکړى. او د دوئ د شرارت په وجه به يې تباه کړى، مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک به يې ختم کړى.
اِبن آدم په خوړلو څښلو ورته راغلو او دوئ وائى چې دۀ ته ګورئ، يو ګيډور او شرابى، د محصولچيانو او بدکارانو ملګرے. خو بيا هم خلقو ته حکمت په خپلو کارونو کولو صادق ثابت شو.“
خو کله چې فريسيانو دا واورېدل نو هغوئ ووئيل چې، ”دا سړے د پيريانو د سردار بعلزبول په مدد پيريان شړى.“
خو عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه مۀ منع کوئ ځکه چې داسې هيڅوک نشته چې زما په نوم معجزې ښکاره کوى او بيا به په ما پسې بد وائى.
خو زما هغه دشمنانو چې زۀ بادشاه کېدل نۀ غوښتم، هغوئ راولئ او زما په وړاندې يې قتل کړئ.“
نو په دې وجه زۀ غواړم چې تاسو په دې پوهه شئ چې د خُدائ پاک د روح په وسيله خبرې کوونکى به کله هم په عيسىٰ لعنت ونۀ وائى او بغېر د روحُ القُدس د وسيلې نه هيڅوک نۀ شى وئيلے چې عيسىٰ مالِک دے.
سکندر مسګر ما ته لوئ نقصان راکړے دے. خو مالِک خُدائ به هغۀ ته د خپل عمل په مطابق بدله ورکړى.