19 د چُوغې په شان دې دا لعنت هم د دۀ نه راتاو شى، او د کمربند په شان دې د تل دپاره د ملا نه تاو وى.
لعنت يې لکه د جامو اغوستے وو، دا د دۀ بدن ته لکه د اوبو ورننوتے وو، او هډوکو ته يې لکه د تېلو ورننوتے وو.
په ما اِلزام لګونکى دې په شرم پټ شى شرم کښې دې د چُوغې په شان پټ شى.
زۀ به د هغې دشمنانو ته د شرم جامې واغوندم، او د هغۀ په سر تاج به د لوئې مرتبې وى.“
څوک چې زما په تکليفونو خوشحاليږى هغوئ دې خوار شى او ودې شرميږى، څوک چې خپل ځان زما دپاسه کوى په بېشرمۍ او په بېعزتۍ کښې دې پټ شى.