16 ځکه چې هغۀ کله په چا باندې د رحم کولو سوچ هم نۀ دے کړے، خو تل د غريب او حاجتمند او د مايوسه د مرګ بندوبست کوى.
او يو بل ته يې ووئيل، ”دا اوس چې مونږ کړېږُو دا د هغې نتيجه ده چې مونږ د خپل ورور سره څۀ کړى وُو، هغه چې په کوم لوئ مصيبت کښې مونږ وليدلو چې کله هغۀ مِنت زارى کوله، خو مونږ وانۀ ورېدله. دا ځکه اوس مونږ په دې تکليف کښې راګېر يُو.“
خو تا په خپله دا تکليفونه او خفګان وليدلو، او تۀ په خپله دا وينې او عدالت کوې. تا ته ځان سپارلے دے بېوسه مظلومانو، مل يې تۀ او حفاظت کوې د بېپلارانو.
په خپل غرور کښې بدکاران غريبانان خپل ځان ته پرزوى، دوئ په خپله په خپلو بدچلونو کښې راګېر کړه.
مالِک خُدائ هغه چا ته ورنزدې دے څوک چې غمژن وى او هغوئ ته خلاصون ورکوى څوک چې بېحوصلې وى.
راکاږى ليندې، خپله تُوره راوباسى بدکاران، ترڅو چې پرې مړۀ کړى غريبان او مظلومان، او چې مړۀ کړى هغوئ څوک دى صادقان.
بدکاران صادقانو ته پټ ناست وى، او د هغوئ د قتلولو موقع لټوى.
بختور دى هغوئ چې رحم کوى، په هغوئ به رحم وکړے شى.
ځکه چا چې رحم ونۀ کړو نو په هغۀ هم د اِنصاف په مطابق رحم نۀ کيږى. بيا هم رحم په اِنصاف غالب دے.