10 د هغۀ بچى دې ملنګان او خيرماران شى، او د خپلو ورانو کنډرو نه دې وويستلے شى.
د دې سزا دې په يوآب او د هغۀ په مکمل خاندان راشى. د هغۀ د خاندان په هر نسل کښې دې داسې سړى وى چې د هغوئ د ذکر نه منى ځى يا جذامى وى يا ښځونک، يا په جنګ کښې مړۀ شى يا د هغوئ سره د خوراک کمے وى.“
نو په دې وجه د نعمان بيمارى به په تا او ستا په اولاد باندې د همېشه دپاره وى.“ کله چې جيحازى لاړو، نو په هغۀ دا بيمارى راغله او د هغۀ څرمن د واورې په شان سپينه شوه.
کۀ د هغوئ اولاد ډېر هم وى، خو د هغوئ بچى به په جنګ کښې او د لوږې نه مړۀ شى.
د هغوئ د بچو دپاره به د پناه هيڅ امکان نۀ وى، او داسې به څوک نۀ وى چې په عدالت کښې يې خلاص کړى.
ځوان ومه، بوډا شومه، صادقان مې بېاسرى ليدلى نۀ دى، او د هغوئ بچى مې د روټۍ په سوال ليدلى نۀ دى.
ګرځى لکه سپى هسې خوراک پسې، پاتې چې شى اوږى، کوى سپى هسې غرار.
د موآب ښځې د ارنون سيند په غاړه باندې د هغه مارغانو په شان دى چې د جالې نه شړلے شوى وى.